باسط علي: پخوانی کرکټر مصباح الحق دې د ۳ بستونه څخه تقاعد وکړي

ولید ( خپلواک )

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي باسط علي ويلي:

(( د پاکستان سیلکټر او مشر روزونکی مصباح الحق لاهم زه د مشر په توګه نه قبلوم، ځکه د هغه وړتیا ډېره زیاته نه ده، هغه باید له ځنې بستونو څخه تیر شي، هغه باید د یوې غټې څوکۍ څخه استعفا وکړي.))

نوموړی زیاتوي:

((ندیم خان اوس بورډ ته لاره پیدا کړي او لا به ۱۲ میاشتې نور هم انتظار وکړي، د ده ترڅنګ باید ثقلین مشتاق د سپین باولینګ په روزنه کې ډېر کار وکړي، ترڅو نوې نوې لوبغاړي ملي لوبډلې ته راوباسي.))

 نوموړي وايي:

(( اوس د کرونا وایروس دی او د نړۍ کرکټ په ټپه دریدلی دی نو که څوګ وایې چې پرته د نندارچیانو لوبه کول ښه خوند لري، نو دا یوه غلطه پرېکړه ده.))

باسط علي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی و چې اوس ډېر کله د کرکټ په روانو برخو تبصره کوي، اما د پاکستان په سلیکټر مصباالحق زیاتې او نهایې توندې نیوکې کوي، نوموړی لا تراوسه د پاکستان مشر روزونکی د دې دندې لپاره وړ او مناسب نه بلي.