راشد خان د خپلې مور د جنازې مراسمو کې: هېواد مې مور ده، څو چې ژوندی یم، ویاړونه به راوړم

د افغان کرکټ نامتو څېرې راشد خان سره زرګونو مینه والو د مور د مړینې له امله غمرازي وکړه، د افغانستان کرکټ نوموتي ستوري راشد خان مور د پنجشنبې په ورځ د اوږدې ناروغۍ له امله وفات شوه. ځوان راشد خان د ډېر غم پر وخت د خپلې مرحومې مور لپاره د زړه له کومي پیغام پوسټ کړ.

خان پر فسبوک او ټویټر لیکلي وو: ((مورې! تاسې زما کور وئ، پرته له تاسې ما هیڅ کور نه درلود. زه باور نشم کولی چې تاسو نور زما سره نه یاست، تاسو به د تل لپاره یادېږئ.))

 راشد خان چې په ملي لوبډله کې سوکه توپ اچونه کوي، د توپوهنې له اړخه هم د بشپړې تجربې څښتن لوبغاړی بلل کېږي او لوبډله له سخت حالت څخه نورمال حالت ته وړلای شي. راشدخان د ۲۰۱۹ میلادي کال په نړېوال جام سیالېو کې د افغانستان  کرکټ بورډ د شل اوریزو سیالېو لوبډلمشر هم وټاکه، خو لا څو میاشتې نه وې تېرې شوې چې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان د دوهم ځل لپاره لوبډلمشر شو.

د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې  افغانستان له بنګله دېش څخه تاریخي سیریز هم وګاټه.

  د راشد د مینه والو سربیره ، په ټوله نړۍ کې اوسني او پخواني کرکټرونه په ټویټر کې له نوموتي لوبغاړي راشد خان سره غمرزاي کړې ده

نوموړي ته د افغانستان کرکټ پخواني ستوري او چټک توپ ویشتونکي حمید حسن  ژوره خواشیني څرګنده کړې او په دې غم کې یې ورسره ځان شریک بللی. دغه راز محمد اصغر افغان او میرویس اشرف هم له راشد خان سره ژوره خواشیني څرګنده کړې.

د پاکستان وهاب ریاض، جنید خان، محمد عامر، احمد شهزاد، شعیب مقصود، حسن علي، فواد احمد او په کور دننه او بهر ګڼ شمېر سیاسي او غېر سیاسي چارواکو ورسره غمرازي شریکه کړې ده.

د راشد خان مور وړمه ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړه او نن جمعه/ د غبرګولي په ۳۰مه یې د جنازې مراسم د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې ادا شول.

خان په دې مراسمو کې د خپلې مور مړینه ضایع بللې، خو زیاته کړې یې ده چې خپل هېواد مې د مور په څېر ارزښت لري او څو چې ژوندی یم، تل به ورته ویاړونه را وړم.