هوپ بهترینه خو لوبډلې یې د پام وړ لوبه ونه کړه

د وېسټ انډیز او سریلانکا ترمنځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې سریلانکا د پیاوړې توپ وهنې پر مټ د وېسټ انډیز لوبډلې ته په یوه وېکېټه ماتې ورکړه. د لوبې پچه سریلانکا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه. وېسټ انډیز ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د شای هوپ سلیزې په مرسته ۲۸۹ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته يي د ۲۹۰ منډو هدف وټاکه.

وېسټ انډیز لپاره شای هوپ په ۱۴۰ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۱۱۵ منډې جوړې کړې او غوره لوبه يي نندارې ته وړاندې کړه. سریلانکا لپاره اوډانا ۳ او پرادیپ او پرېرا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې سریلانکا ۴۹٫۱ اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د فېرنینډو او کرونراتنې نیمه سلیزو په مرسته ۲۹۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په یوه وېکېټه وګټله.

سریلانکا لپاره فېرنینډو په ۵۵ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۰، کرونراتنې په ۵۷ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۲، پرېرا په ۵۰ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۲ او ډي سېلوا په ۳۹ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

وېسټ انډیز لپاره جوزف ۳، والش او پاول دوه دوه او هولډر یوه وېکېټه واخیسته.