هند پیاوړې لوبډلې ده، خو له ویسټ انډيز یې ماتې وخوړه

د هندوستان او وېسټ انډیز ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه وېسټ انډیز وگټله. وېسټ انډیز دغې لوبې کې هندوستان ته په اتو وېکېټو ماتې ورکولو سره د لوبو دغه لړۍ بېرته مساوي کړه. د لوبې پچه وېسټ انډیز وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د دوبې نیمه سلیزې په مرسته ۱۷۰ منډې جوړې کړې او وېسټ انډیز ته يي د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه. هندوستان لپاره دوبې په ۳۰ توپونو د دریو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۵۴ منډو جوړولو سره غوره لوبه وکړه. رېشب پنټ هم په ۲۲ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۳ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

وېسټ انډیز لپاره والش او وېلیمز دوه دوه او کوټرېل، پییر او هولډر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې وېسټ انډیز ۱۸٫۳ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۷۳ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په اتو وېکېټو وگټله.

وېسټ انډیز لپاره لوېس په ۳۵ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۰ او هېټمایر په ۱۴ توپونو د دریو شپږیزو په مرسته ۲۳ منډې جوړې کړې. سېمنس په ۴۵ توپونو د څلورو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۶۷ او پورن په یوازې ۱۸ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۸ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

هندوستان لپاره واشنگټن سندر او جدېجا یوه یوه وېکېټه واخیسته.