نیوزیلنډی جیتان پټيل د خپلې لوبډلې د سپېن باولینګ مشاور شو

د انګلستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د نیوزیلنډ (جیتان پټيل) به یې د لوبډلې سره د سپين باولینګ په برخه کې مشاور او همکار پاتې شي، (پټیل) اصلاً د نيوزیلنډ اوسیدونکی دی.

دی په کال (۱۹۸۰)م کې د نيوزیلنډ په ویلينګټن ښار کې زیږیدلې دی، ۳۹ کاله او ۲۱۴ ورځې عمر لري.

 پټیل د نيوزیلنډ لپاره پخوانی سلو توپ اچوونکی و، د انګلستان کرکټ ملي لوبډله غواړي چې خپل سپین باولینګ نور هم پیاوړی کړي، له دې څخه مخکې د نیوزیلنډ په دغه تېر سفر کې پټیل د انګلستان د توپوهنی په برخه کې روزنه ترسره کوله او اوس یې د سلو باولینګ مشاور ټاکلی.

(جيتان پټیل) به دانګلستان لوبډلې سره د جنوبي افریقا او د سریلانکا په سفرونو کې ملګری وي، هغه به د ډیسمبر پر ۲۴ نیټه د انګلستانۍ لوبډلې سره یو ځای شي.