هند له ویسټ انډيز غچ واخیست او دوهمه یو ورځنۍ لوبه یې ترې وګټله

هندوستان د وېسټ انډیز په وړاندې دوهمه یوه ورځنۍ لوبې کې د روهېت شرما او کې اېل راهول پیاوړې توپ وهنې او غوره ملگرتیا په مرسته ستره بریا خپله کړه. ددې سیالۍ پچه وېسټ انډیز وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

هند لوبډلې دې سیالۍ کې بشپړ اورونه ولوبول او یوازې پنځو لوبغاړو یې د ټول اننګز ذمه واري په غاړه واخیسته.  د روهېت شرما او کې اېل راهول پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۸۷ منډې جوړې کړې او وېسټ انډیز ته يي د ۳۸۸ منډو ستر هدف وټاکه.

هندوستان لپاره روهېت شرما په ۱۳۸ توپونو د اوولسو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۱۵۹، کې اېل راهول په ۱۰۴ توپونو د اتو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۰۲، شریاس اییر په ۳۲ توپونو د دریو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۵۳ او پنټ په یوازې ۱۶ توپونو د دریو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۳۹ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

وېسټ انډیز لپاره کاټرېل ۲ او پاول، جوزف او کېرون پولارډ یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې وېسټ انډیز ۴۳٫۳ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د هوپ او پوران غوره توپ وهنې په مرسته ۲۸۰ منډې جوړې کړې او د ۱۰۷ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

وېسټ انډیز لپاره هوپ په ۸۵ توپونو د اوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۸، پوران په ۴۷ توپونو د شپږو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۷۵ او پاول په ۴۲ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۶ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره کلديپ یادف او محمد شامي درې درې، جدېجا ۲ او ټاکر یوه وېکېټه واخیسته.