د هند سوداګریز لیګ بولي نن پېلیږي

سید ادریس ولي زاده

د هندوستان غوره لیګ (IPL) د دیارلسم پړاو لوبو لپاره سبا ته د لوبغاړو د پېر مراسم ترسره کېږي.

 لوبې یې د نوي کال (۲۰۲۰) د اپریل او مۍ میاشتو په درشل کې ترسره کېږي.

 کلکته سبا ته د دغو مراسمو کوربتوب کوي.

 دغه لیګ له ۲۰۰۸ کال راهیسې د هندوستان هېواد په داخلي کرکټ لوبغالو کې ترسره کېږي، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان د کرکټ لوبغاړو هم په بیلا بیلو لوبډلو کې یې لوبیدلي، ښایي نن افغان تنکي نوي ځوانان هم په دغو مراسمو کې په ډاګه شي.

 د هندوستان غوره لیګ ( IPL) د کرکټ په نړۍ کې مشهور لیګ دی، چې خورا ډېر مینوال لري، په تیره بیا د آسیا په زړه افغانستان کې هم زیات د کرکټ مینوال شته چې یادې سیالۍ تعقیبوي.

د هند سوداګریز لیګ چې په آي پي ایل هم شهرت لري، په کال ۲۰۰۷ کې تأسیس شوی دی او سږ کال یې دولسم پړاو سیالۍ پېل کیږي. دې لیګ ته په کور دننه او بهر ګڼ شمېر لوبغاړي په لوړ قیمت رانیول کیږي.