سټیپ سمیت: ویراټ کهولي د نړۍ ګواښونکی توپوهونکی دی

ولید (خپلواک)

 د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ وهونکې سټيپ سمیت د هندوستان د یو نوموتي کرکټر ستاینه کړې ده.

نوموړي د کهولي پر هغو وړتیاوو خبرې کړي دي چې کهولي پرې د کور دننه او بهر ګڼ شمېر مینه وال خپل کړي دي.

سټيپ سمیت وايي: (( هندي ویراټ کوهلي یو ګواښونکی لوبغاړی دی چې ډېر کله په میدان کې پاتې کيږي، زه په ۲۰۰۷ م کال کې د لومړي ځل لپاره ورسره مخ شوې یم، زه له ډېر پخوا نه ویراټ کوهلي پيژنم او هغه سره مې د مخکې نه ليدلي، ویراټ یو زړه راښکونکی لوبغاړی دی.))

دی زیاتوي: (( هغه د لوبې پر جریان د هندوستان لپاره ترټولو مخکښ توپ وهونکی دی.))

ویراټ او سمیت د نړۍ هغه دوه لوبغاړي دي چې د کرکټ په نړۍ کې یې ساری ډېر کم لیدل کیږي. ویراټ بیا په درې واړه فارمټونو کې د هندوستان لپاره لوبیږي او ښه پایله له ځانه سره لري، خو سټیپ سمیت بیا په ټيسټ او پنځوس اوریزه لوبو کې راج لرونکی لوبغاړی دی، خو په شل اوریزه فارمټ کې دومره ښه نه ځلیږي.

یاده دې وي چې ویراټ او سمیت په اوسني عصر کې مسلکي کرکټ نندارې ته وړاندې کوي.