د پاکستان کرکټ بورډ هند کرکټ بورډ ګواښلی

د هند کریکټ بورډ څو اوونۍ وړاندې له آي سي سي یا د کریکټ نړیوالې شورا غوښتي و چې د راتلونکي ۲۰۲۰ ميلادي کال اسیا جام ځای بدل کړي او له پاکستان څخه یې په کوم بل اسیایي هېواد کې ترسره کړې چې د دغې غوښتنې په ځواب کې د پاکستان پخواني لوبغاړي وسیم خان سخت غبرګون وښود، د پاکستان کریکټ بورډ وویل چې راتلونکي ۲۰۲۱ شل اورېز نړیوال جام څخه به ووځي، که چېرې هند کریکټ ملي لوبډله راتلونکي اسیا جام کې پاکستان ته د سفر کولو څخه انکار وکړي.

د یادولو وړ ده چې راتلونکي اسیا جام به په پاکستان هېواد کې د پاکستان په کوربتوب پېل شي، خو هند بیا وویل که چېرې په پاکستان کې اسیا جام ترسره کېږي، نو ستونزمنه به وي چې هند کریکټ ملي لوبډله په راتلونکي اسیا جام کې ګډون وکړي،ځکه خو يې له اي سي سي یې د ځای بدلون غوښتنه وکړه، خو اي سي سي لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلې او چوپ پاتې ده.
پاکستان کریکټ بورډ ګواښ کړی، که چیرې هند کریکټ ملي لوبډله راتلونکي اسیا جام سیالیو لپاره پاکستان هېواد ته سفر کولو څخه انکار وکړي، نو پاکستان کریکټ ملي لوبډله به بیا د راتلونکي ۲۰۲۱ شل اورېز نړیوال جام څخه ووځي.
ټاکل شوي ده چې ۲۰۲۱ شل اورېز نړیوال جام په هندوستان کې د هند په کوربتوب پېل شي.