لالیګا: بارسلونا له والنسیا څخه ماتې وخوړه
محمود خان منندوی
بارسلونا په لالیګا کې ښه پېل نه درلود او خپلو مینه والو ته یې بد زیری وړاندې کړ. والنسیا لوبډلې وکولی شول چې چې بارسلونا ته ۲-۰ ماته ورکړي.
د والنسیا له پاره یو ګول ګومز ترسره کړ؛ دغه راز د بارسلونا لپاره یو ګول جورډي البا په تېروتنې پر خپله لوبډله ووااه.
دا په لالیګا لیک روان فصل کې د بارسلونا څلورمه ماته وه.
د نن لوبه کې بارسلونا ۸۵۸ د ګول پاسونه وکړل او %۷۴ لوبه یې په خپل کنترول کې را وسته.
د ۲۰۰۷میلادي کال راهیسې د لومړي ځل له پاره بارسلونا د والنسیا په کورني لوبغالي مسټایا کې د دې کلب څخه په لالیګا کې ماته وخوړه.
که څه هم لیونل میسي پر والنسیا ۱۱ شوټان ووهل، خو بارسلونا ته یې ګټه صفر وه.
لیونل میسي په دې سره په لالیګا کې د هغه لوبې سره ځان برابر کړ، چې بې له ګول لګولو څخه یې دومره شوټان وهلي ول.