پاکستان کرکټ بورډ هند کرکټ بورډ ته ګواښ کړی
د پاکستان د کرکټ بورډ مرستيال وسيم خان رسنېو سره په خپلو خبرو کې وویل، که هندۍ لوبډله د اسيا کپ پر مهال په پاکستان کې لوبو ته زړه ښه نه کړي، نو د دوی لوبډله به هم د ۲۰۲۱ میلادي کال ۲۰ اوريز نړيوالو لوبو لپاره هندوستان ته ولاړه نه شي.
وسيم خان نن په لاهور کې خبريالانو ته وويل، پاکستان چمتو دی چې په ډاډمنه فضا کې نړيوال کرکټ ترسره کړي.
په همدې حال کې بیا د افغانستان کرکټ بورډ وايي، که چېرې د کرکټ اسیايي شورا پرېکړه وکړي چې دغه کپ په پاکستان کې ترسره شي، نو افغان لوبډله به په دغو سیالیو یې کې ګډون وکړي.
د هندوستان کرکټ بورډ لا تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي، خو د دواړو هېوادونو د سياسي او ډيپلوماتيکو اړيکو د ترینګلتیا له کبله هند او پاکستان يوازې په ليګونو او ټورنمنټونو کې سره مخ کېږي.
هندۍ لوبډله تر ۲۰۰۸ میلادي کال وروسته د ټسټ لوبو لپاره پاکستان ته نهده تللې.