د هند آی پي ایل کې راجستان لوبډلې نوی روزونکی وموند

عزیز الله عزیزي

د دوشنبې په ورځ د راجستان لوبډلې د ای پي ايل سيالیو لپاره د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اندریو مکډونلډ د راتلوونکو درې کالونو لپاره د مشر روزونکي په توګه په دنده وټاکه.

۳۸ کلن مکډونلډ د روزنې برخه کې ښه تجربه لري، د نوموړي تر روزنې لاندې ويکټوريا لوبډلې په لومړي ځل د شيفيلډ شيلډ سيالیو اتلوالي ترلاسه کړه..وروسته لدې نوموړی د اسټرالیا بيګ باش سياليو کې د ملبورن رنيګيډز لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه یو ځای شو او ياده لوبډله يې له اووم مقام څخه تر اتلوالۍ وراسوله.

مکډونلډ لدې وړاندې په ۲۰۰۹ کال اي پي ايل سيالیو کې د ډهلي ډريډويلز لوبډلې سره د لوبغاړي په توګه لوبې ترسره کړي  او له هغې وروسته په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کال کې د رويل چيلينجرز بنګلور لوبډلې سره يو ځای شو.او وروسته د يادې لوبډلې د بالینګ روزونکي په توګه هم پاتې شو.

مکډونلډ د اسټرالیا کريکټ ملي لوبډلې لپاره یوازې څلور ټيسټ کریکټ سيالۍ ترسره کړي دي.

د راجستان لوبډلې مشر زوبن بهاروچا د نوموړي ټاکل ښه پریکړه بللې او هغه ته یې هرکلی کړئ دی.

نوموړي ویلي، اندریو مکډونلډ یو تجربه کاره روزونکی دی.همداشان په اي پي ايل سيالیو کې د روزونکي په توګه پاتې شوی او ښې تجربې لري.د هغه په روزنه کې زیاتو لوبډلو د اتلوالۍ جامونه ګټلي دي.

اندریو مکډونلډ هم د راجستان لوبډلې سره په يو ځای کيدو خوښي ښودلي.

نوموړي وويل: ((  ډير خوښ يم چې راجستان رويلز لوبډلې سره يو ځای شوم.دا زما لپاره ستر وياړ دی چې ددغې لوبډلې مسؤولیت  اخلم. راجستان زما لپاره یوه  نوي لوبډله ده او دغه دنده به حتماً له چيلینجونو خالي نه وي.

ياده دې وي چې راجستان لوبډلې د ۲۰۰۸ کال راهيسې بیا د ای پي ايل سيالیو اتلوالي نده خپله کړې.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ايل سیالۍ به په اپریل میاشت کې ترسره شي او ددغو سيالیو لپاره به د لوبغاړو نیلامي راتلوونکي دسمبر مياشتې په اتلسمه نېټه د هند په کلکتې ښار کې ترسره شي.

 دا به لومړۍ ځل وي چې د ای پي ایل سيالیو نيلامي په کلکتې کې ترسره کيږي، لدې وړاندې به دغه نیلامۍ د هند په بنګلور ښکار کې ترسره کیدلې.