د انګلنډ په هنډرېډ لیګ کې راشد خان په ۱۲۵۰۰۰ پاونډه اخیستل شوی

د انگلستان ځانگړی هنډرېډ لیگ لپاره د لوبغاړو بولي ترسره شوه، او دغې بولي کې څلور افغان لوبغاړي هم په لوړو بیو واخیستل شول. د هنډرېډ لیگ د انگلستان تر ټولو ځانگړی لیگ دی چې لومړی پړاو به يي په ۲۰۲۰ کې ترسره شي. دغه لیگ نه شل اوریزه او نه هم لس اوریزه ده. دغو لوبو کې به هره لوبډله سیالې لوبډلې ته ۱۰۰ بالونه کوي.

تېره شپه ناوخته د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان لومړنی بهرنی لوبغاړی و چې د بولي لومړۍ پړاو کې د ټرېنټ راکېټس لوبډلې له لوري د ۱۲۵۰۰۰ پاونډ په بیه واخیستل شو. له راشد خان وروسته مجیب الرحمن هم په لومړي پړاو کې د ناردرن سوپر چارجرز لوبډلې له لوري په ورته بیه واخیستل شو.

دغو دوو لوبغاړو څخه وروسته محمد نبي درېیم افغان لوبغاړی و چې دغه لیگ لپاره واخیستل شو. محمد نبي د بولي دوهم پړاو کې د لندن سپېرېټ لوبډلې له لوري په ۱۰۰۰۰۰ پاونډ واخیستل شو. د بولي لومړی او دوهم پړاو کې ډېر د نړۍ پېژندل شوي څېرې لکه کرېس گېل او رباډا د هېڅ لوبډلې له لوري وانه خیستل شول، خو دغو دوو پړاونو کې درې افغان لوبغاړي د مختلفو لوبډلو له لوري واخیستل شول.

نورو بهرنیو لوبغاړو کې چې دغو دوو پړاونو کې واخیستل شول ډارسي شارټ، انډرې رسل، ډېوېډ وارنر، ارون فېنچ، مېچل سټارک، سټیف سمېت، سنیل ناراین، عمران طاهر، گلېن مکسوېل، کېن وېلیمسن، محمد عامر، سندیپ لامېچانې او کرېس لېن شامل ول.

قیس احمد څلورم او وروستی افغان لوبغاړی و چې د بولي په څلورم پړاو کې د وېلش فایر لوبډلې له لوري د ۶۰۰۰۰ پاونډ په بیه واخیستل شو.