د سرو زرو د توپ لپاره وروستۍ پنځه کاندید لوبغاړي اعلان شول، نور هم شته

محمود خان منندوی

رسمي: د 2019 کال د سرو زرو د توپ لپاره فرانس فوټبال 20 ښځینه کاندیدي لوبغاړې اعلان کړې.

رسمي: د 2019 کال د کوپا د جایزې ( تر 21 کالو کم عمره غوره لوبغاړی) لپاره فرانس فوټبال 10 کاندید لوبغاړي اعلان کړل.

رسمي: فرانس فوټبال د 2019 کال د یاشین جایزې لپاره 10 کاندید ګول ساتونکي اعلان کړل. دا لومړی ځل دی، چې فرانس فوټبال د کال غوره ګول ساتوونکي ته هم جایزه ورکوي، چې د دې جایزې نوم یاشین دی. دا جایزه د شوروي اتحاد د مشهوره ګول ساتونکي لو یاشین په احترام ورکول کېږي. هغه په 1963م کال کې د سرو زرو توپ ګټلی و.

رسمي: د سرو زرو د توپ لپاره وروستۍ پنځه کاندید لوبغاړي اعلان شول او په دې سره 30 لوبغاړي پوره شول:

محمد صلاح
ایډین هازارډ
مارکینیوش
رحیم سټرلینګ
ژاو فلیکس

وروستۍ برخه.

ګټوونکی به د ډیسمبر پر دوهمه اعلانیږي.

رسمي: د روما مرکزي لوبغاړی بریان کریسټانټي او حمله کووونکی لوبغاړی نیکولا کالینیچ د زخمي کېدو په خاطر دوې میاشتي نه شي لوبیدلی.

د پوما کمپنۍ د تمریناتو لپاره خپل نوي بوټونه او محصولات د BALR په نوم معرفي کړل.

میل سپورټ: په راتلونکي دوبي کې پاریس سېنټ جرمن غواړي د ریال ماډریډ څخه د کریسټین اریکسن د رانیولو په لار کې ځان مخته کړي، خو ټاټنهام غواړي هغه په جنورۍ کې په پیسو سره خرڅ کړي.