راپور: سمسور علي نیازی
د افریقې کرکټ لوبډلې هند ته په سفر کې د دریو شل اوریزو لوبو چې مساوي پای ته ورسید ،تر دې وروسته درې ټیسټ لوبې ترسره کړې چې درې واړه هغه یې هند په خپل نوم کړې.
په دغه سفر کې چې که څه هم افریقا لوبډله دومره کمزورې نه ښکاریده خو بیا هم د هند کراوډ،او د هند په میدانونو کې د هندۍ لوبډلې بلدتیا هغه څه وو چې هند یې د سریز ګټونکې کړه.
د سریز په دریمه لوبه کې هند په لومړي وار توپ وهنې سره ډیره ښه لوبه وکړه چې په دویمه ورځ یې په وروستیو کې د خپلو ۹لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۴۹۷منډې وکړې چې د هند له لوري د هند پیاوړي پیلیز توپ وهونکي روحیت شرما ۲۱۲ انجکایا ریحاني ۱۱۵ روندرا جدیجا ۵۱ او د یومیش یادف ۳۱چټکې منډې د یادولو دي.
د جنوبي افریقا له لوري په توپ اچونه کې جورج لینډي څلور ،کګیسو رباډا درې تر نورو زیات لوبغاړي وسوځول.
د افریقا پیل له لومړي وار خراب وو چې د دویمې ورځې په وروستیو کې خپل دوه مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل.
په بله ورځ یې هم پیل ښه نه وو چې خپل ټول لوبغاړي یې په ۱۶۲ منډو له لاسه ورکړل چې یوازې زبیر حمزه پکې زیاتې ۶۲ منډې وکړې.
د هند له لوري په توپ اچونه کې بیا یومیش یادف درې محمد شیمي،شهباز ندیم او جدیجا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
هند د لمړي اننګز نه ۳۳۵ منډې افریقا لوبډله باقي کړه چې افریقا لوبډله فالو ان شوه او دویم ځل یی بیا توپ وهنه پیل کړه چې په دویم ځل هم ونه توانیده چې یاد هدف پوره کړي چې پدې سره یې هم خپل ټول لوبغاړي په ۱۳۳ منډو له لاسه ورکړل چې پکې ډی برین تر نورو زیاتې ۳۰ منډې وکړې.
د هند له لوري دا ځل محمد شیمي درې او یومیش یادف او شهباز ندیم دوه دوه تر نورو زیاتې ویکټې ترلاسه کړې.
یاده لوبه هند په یوه اننګز او ۲۰۲ منډو خپله کړه چې سیریز یې درې صفر په خپل نوم کړ.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی روحیت شرما شو چې ۲۱۲ منډې یې کړې وې.
او د سیریز غوره لوبغاړی هم روحیت شرما شو چې په یاد سریز کې په څلورو اننګزونو کې ۵۲۹ منډې ترسره کړې.
هند ددې سیریز په ګټلو سره د 4027 پوینټو په درلودلو سره لومړی مقام خپل کړ.