په کابل کې د راشدخان په نوم د کرکټ اکاډیمي پرانیستل شوه

تاند- په کابل کې نن /سې شنبه/ د افغانستان او نړۍ د کرکټ د نامتو لوبغاړي راشد خان په نوم د کرکټ اکاډیمي پرانیستل شوه.

په دې اکاډیمۍ کې به په لسګونو ځوانان د کرکټ لوبه زده کړي.

راشدخان، چې په شل اوره لوبو کې د نړۍ تر ټولو غوره باولر دی، په وروستیو ورځو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان وټاکل شو.

ده د راشدخان د کرکټ اکاډیمۍ په پرانیستونکې غونډه کې ژمنه وکړه چې دې ته ورته اکاډیمۍ به د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم جوړې کړي.

په دې مراسمو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کیپتان اصغر افغان وویل چې دا ډول اکاډیمۍ به په هیواد کې د کرکټ لوبې له ودې سره مرسته وکړي.

اصغر افغان اوس د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی.