ایډین هازارډ: خوښ او ویاړم چې په منتخبه لوبډله کې یم، نور هم شته

محمود خان منندوی

ایډین هازارډ ویلي: زه ویاړم او خوشحاله یم، چې د پرلپسې دوهم کال لپاره دلته یم.

زه ویاړم چې په منتخبه لوبډله کې اخیستل شوی یم.

تېر فصل ښه وو، په لوبو کې د ښې کارنامې تر څنګه مې، ډېر جامونه وګټل او ګولونه مي هم ولګول. د ریال ماډریډ سره هم دېته د ورته کارنامې هیله لرم.

په ریال ماډریډ کي لوبه کول زما لپاره یوه هیله ده او دا چي خپل د هیلو څخه یوې هیلې ته ورسېدم، خوشحاله یم.

راموس: د دې جایزې ګټل زموږ د ورځنېو کوښښونو ښکارندویي کوي. فردي جایزې د دې سره مرسته کوي، چې په لوبډله کې هم جایزې وګټو. د دې سربیره چې خراب فصل مو درلود، خو بیا هم زموږ دریو لوبغاړو جایزې وګټلې، چې دا ښه خبره ده. زه خپل ځان د ریال ماډریډ څخه جلا نه وینم. د کلب سره قرارداد لرم او که کلب وغواړي نو نوی قرارداد به امضاء کړم. دا کار په څو دقیقو کې کوم. زموږ ترمنځ ستونزه نشته.

د غازي امان الله خان لېست A سیالیو اتلولي مس عینک زون لوبډلې وګټله. په دغو ۵۰ اوریزو سیالیو کې د امو، بُست، مس عینک، سپین غر او بند امیر زونونو لوبډلو یو د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې، چې پای لوبې ته یې د امو او بُست لوبډلو لار وموندله.
پای لوبه کې مس عینک لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره بُست لوبډلې ته د ۲۰۰ منډو هدف ورکړ.
بُست لوبډله څلوروېشتم اور کې په ۱۱۱ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۸۸ منډو په توپیر وبایلله.
دغه سیالۍ د روانې سپتمبر میاشتې په لسمه نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې او پای لوبه یې د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه