افغانستان او بنګله دېش د ۳ هیوادیزو سیالیو اتلان اعلان شول

تاند-  د افغانستان، بنګله دېش او زیمبابوې د درې هیوادیزو شل اوره سیالیو پایلوبه د ورښت له کبله ونه شوه خو پایلوبې ته وتلي لوبډلې د دې لړۍ اتلان اعلان شول.

ټاکل شوې وه چې نن د بنګله دېش په وخت د مازدیګر په شپږ نیمې بجې پایلوبه پیل شي خو د باران له کبله د سیالۍ وخت د شپې ۹ نیمو ته وځنډول شو خو باران ونه درېد.

د افغانستان، بنګله دېش او زیمبابوې په درې هیوادیزو شل اوره سیالیو کې افغانستان دوې سیالۍ وګټلې او دوې وبایللې، بنګله دېش یوه سیالي پر افغانستان وبایلله خو زیمبابوې په ۴ سیالیو کې یوازې یوه وګټله.

د درې هیوادونو تر شل اوره سیالیو مخکې افغانستان بنګله دېش ته په ټیستلوبه کې په لوی توپیر ماتې ورکړه.