افغان لوبډله نن له بنګله دېش سره د درې اړخیز لوبلړ په پایلوبه کې مخ کېږي

د بنګله دېش په کوربه توب درې اړخیز شل اوریز سيريز په لړ کې به  نن/سه شنبه/مازیګر افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کوربه بنګله دېش سره په وروستۍ پایلوبه کې مخ شي.

دا پایلوبه به د بنګله دېش ډاکې ښار په شیرې بنګله نړیوال کریکټ لوبغالي کې ترسره شي، وړاندې داسې ویل کېدل چې په وروستۍ پایلوبه کې به افغان پیاوړی لوبغاړی او لوبډلمشر راشد خان د نوموړي د ټپي کېدو له امله نه وي، خو وړمه ورځ د راشد خان د بشپړې روغتیا ډاډ ورکړل شو.

د کرکټ زیاتو داخلي ادرسونو لیکلي: ((راشد خان روغ شوی او نن به لوبه کې ولوبېږي
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي وو، چې د افغانستان لوبډلمشر راشد خان د بنګله دېش پر وړاندې تېره لوبه کې یې چپه پښه ژوبله شوې وه او پای لوبه کې یې لوبېدل شک کې دي.
تازه راپورونه دا دي چې راشد خان جوړ شوی، تمرینات یې هم کړي او سبا به د بنګله دېش پر وړاندې پای لوبه کې ولوبیږي.))

د پاکستان پي ټي وي سپورټ هم د راشد خان د روغتیا څخه خبر ورکړی دی او ویلي دي، هېڅ شک نشته چې راشد خان دې ونه لوبیږي.

دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د بنګله دېش او زېمبابوې ترمنځ په لوبې سره پیل شوې وې.
افغان لوبډلې دې سیالیو کې له څلور لوبو څخه لومړۍ دوه وګټلې او وروستۍ دواړه یې وبایللې.
دې لوب لړۍ کې هرې لوبډلې د بلې لوبډلې سره دوه – دوه لوبې وکړې، زېمبابوې یواځې یوه لوبه له افغانستان نه وګټله؛ خو په درې ماتو سره یې مخکې تګ ونه شو کړای.
بنګله دېش لوبډلې په دې سیالیو کې یوه ماتې خوړلې او درې بریاوې یې خپلې کړې دي.
افغانستان له بنګله دېش سره ټولې شپږ شل اوریزې نړیوالې لوبې کړي، څلور افغانستان او دوه بنګله دېش ګټلي دي.