مس عينک زون د غازي امان الله خان جام پايلوبې ته لاره وکړه، نن ۹ بجې یې پایلوبه ترسره کیږي

د مس عينک زون په نننۍ لوبه کې په ۳۶ منډو د امو زون لوبډلې ته ماته ورکړه او له دې سره يې د غازي امان الله جان جام پايلوبې ته لار پېدا کړه.

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو دويمه پلی آف لوبه د مس عينک زون او امو زون لوبډلو ترمنځ نن د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې پچه د امو زون لوبډلې وګټله او لومړی يې د مس عينک زون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

مس عينک زون په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې احسان الله احسان ۵۲ ناسوځېدلې، عمران ۴۸، نور علي ځدراڼ ۳۴ او ضیا الرحمن ۲۹ منډې وکړې. د امو زون له لوري ميروېس اشرف او سليم ۳-۳ او ابراهيم ۲ لوبغاړي وسوځول. د ۲۰۶ منډو د هدف په تعقيب کې د امو زون ټول لوبغاړي په ۴۰.۱ اورونو کې وسوځېدل او ۱۶۹ منډې يې وکړې، چې په ۳۶ منډو يې مس عينک زون ته لوبه وبايلله. د دوی له لوري عبدالمالک ۶۱، اکرام علي خېل ۵۸ او جاوېد احمدي ۲۰ منډې وکړې.

د مس عينک زون له لوري شمس الرحمن ۴، ضیا الرحمن ۳، نواز خان ۲ او ناصر توتاخېل ۱ ويکټ ترلاسه کړه. د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ضیا الرحمن ته ورکړل شوه، چې ۲۹ منډې يې ترلاسه کړې او همدا راز ۳ لوبغاړي يې وسوځول.

د يادولو ده چې بوست زون مخکې پايلوبې ته لار پېدا کړې وه، چې د مس عينک زون او بوست زون ترمنځ به د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو پايلوبه د سپتمبر په ۲۴مه نېټه سهار ۹ بجې د کابل په لوبغالي کې ترسره شي.