ډاویډ میلر په شل اوریز کې ۵۰ کیچونه بشپړ کړل، نور هم شته

محمود خان منندوی

ډاویډ میلر د شل اوریزو سیالۍ دوهم لوبغاړی شو، چې د ډګر ساتونکي په توګه یې 50 کیچونه پوره کړل.

د سږ 2019م کال د غوره ګول وهونکو لوبغاړو په نوملړ کې لیونل میسي او کریم بنزما لومړیتوب لري.

لیونل میسي – 21
کریم بنزما – 20

منچسټر یونایټیډ د ټولو ټورنمنټونو د کور څخه په د باندې اخیرو 11 لوبو کې کلین شیټ نه دی کړی.
دا څه د 2002م کال راهیسې د دوی لپاره بي سابقې دي.

هغه هیوادونه چې د 16 کلنو فوټبال ملي لوبډلو د اسیا جام د اوټېدونکي پړاو ته یې لاره پیدا کړې ده.

لیورپول په اخیرو 18 میاشتو کې دوه چمپیونز لیګه ګټلي دي او یوه ماته یي د انګلستان په غوره لیګ کې خوړلې ده.

فرانک ریبري تېره شپه په سیر اې کې د فیورنټینا لپاره خپل لومړی ګول ولګاوه. په سیر اې کې دا د ریبري لومړی ګول دی او د 36 کالو او 168 ورځو په عمر لرلو سره تر ټولو زوړ بهرنی لوبغاړی شو، چې په سیر اې کې یي ګول ولګاوه.

سرجیو راموس لومړی دفاعي لوبغاړی او لومړی هسپانوی لوبغاړی و، چې د فیفا د کال په منتخبه لوبډله کې په 10 مختلفو فصلونو کې اخیستل شوی دی.

رسمي: الیس د فیفا له لوري د 2019م کال د غوره ښځینه روزونکي په توګه انتخاب شوه.

میسي تر بل هر لوبغاړي د فیفا د کال د غوره لوبغاړي جایزه ډېره ګټلې ده:
✓ 2009
✓ 2010
✓ 2011
✓ 2012
✓ 2015
✓ 2019