حضرت ځاځی: زما د لوبې کولو انداز برید کوونکی دی

ابراهیم مومند

د کرېکټ په ۵مه نړیواله شل اوریزه لوبه کې د افغانستان لپاره ریکارډ جوړونکي چپ لاسي توپوهونکی حضرت‌الله ځاځي په خپله نوې مرکه کې ډېرې نااورېدلې ویلي دي.

چپ لاسي اوپنر له (Cricket Next) وېب‌پاڼې سره په مرکه کی ویلي «زما د لوبې کولو انداز بریدکوونکی دی. له ماشومتوبه مې خوښېږي چې هسکې شپږیزې ووهم. اوس هم داسی څه نه‌شته چې تر شپږېزې وهلو ورته ډېره خوشحالي ورکړي. زما زړه په اور کې په یوه شپږيزه نه یخېږي؛ کله کله فکر کوم چې په هر بال شپږیزه ووهم.»

د یادونې ده چې حضرت‌الله ځاځي تېر کال د ایرلنډ خلاف په لومړیو ۲ شل اوریزو لوبو کې نیمه سلیزې جوړې کړې او له هغه ځایه یې د افغانستان په کرېکټ ملي لوبډله کې ځای پوخ او په نړیواله کچه شهرت پیدا کړ.

حضرت‌الله ځاځي ورپسې د افغانستان په لومړي پړاو کرېکټ (پرېمیرلیګ) کې هم ښې لوبی، لومړۍ او یواځینۍ سلیزه او په یوه اور کې د عبدالله مزاري په وړاندې ۶ شپږیزې جوړې کړې او د نړۍ نورو لیګونو ته یې لار پیدا کړه.

دغه بریدکوونکی بېټسمین چې په افغان کرېس‌ ګیل هم مشهور دی، د عربي اماراتو په کوربه‌توب په لس اوریز کرېکټ لیګ او دغه راز د بنګله‌دېش په کرېکټ (پرېمیرلیګ) کې هم سیالي کړې ده.

ځاځی چې د ایرلنډ په وړاندې دویمه شل اوریزه لوبه کې یې په یوازېتوب ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې، یو ریکارډ او ۱۶ شپږیزې جوړې کړې، په خپله وروستۍ مرکه کې دا هم ویلي چې د هندوستان په کرېکټ کې د سږ کال سترو سوداګریزو (پریمیرلیګ) ته په نه غوره کېدو خواشینی، خو مایوسه نه دی.

نوموړي ویلي، لا یې هم عمر کم او ځوان دی او که همداسې یې شپږیزو ته دوام ورکړ؛ نو  په راتلونکیو کلونو کې به د هندوستان په ای پي اېل کې د یوې ګډون‌ کوونکې لوبډلې سترګې ولګېږي او یادو سیالیو به غوره شي.

د ځاځي په وینا، د کرېکټ په ډګر کې یې د خوښې لوبغاړی کرېس ګېل دی چې ډېر ځواکمن دی او هسکې شپږیزې وهي، خو له سوېلي افریقایي مسلمان لوبغاړي هاشم املا هم متاثره دی چې فوق‌العاده تخنیک لري او سوځول یې د هر بالر له وسې تېره ده.

حضرت‌الله ځاځی زیاتوي، که څه هم تراوسه یې له هندي لوبغاړیو سره ډېرې خبرې اترې نه‌دي کړي، خو د پخواني هندي کېپټان مهندرسېنګ ډوني شخصیت او «هلي‌کوپټر» شارټ یې خوښېږي. ځاځی وايي، په ټېنس بال مې د نوموړي د شارټ کاپي کولو هڅه کړې او که چانس یې پیدا کړم، په مسلکي کرېکټ کې یې هم د لوبولو هڅه کوم.

حضرت‌الله ځاځي دغه راز د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې چاپېریال غوره یاد کړی او د نورو لوبغاړیو ترڅنګ یې له نبي عیسی‌خېل، راشدخان او شهزاد محمدي نه مننه کړې چې په ملي لوبډله کې یې د ارامتیا احساسولو لپاره د ده لاسنیوی کړی دی.

د ځاځي په وینا، له کوچنیوالي یی په کابل کې کرېکټ کاوه، خو کله چې افغان کرېکټ ملي لوبډله په ۲۰۱۰ کال کې د کرېکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام ته ورسېده، دی هم په کرېکټ کولو کې جدي شو او بیا یې د پرمختګ لپاره شا ته ونه کتل.

د ملي لوبډلې دغه مشهوره اوپنر بېټسمین ویلي، د ایرلنډ په وړاندې ۲۰ اوریزو لوبو ته یې په هند کې لازم تمرین کړی و او د بنګله‌دېش په لیګ کې یې په ښه لوبېدو سره ښه چمتووالی درلود.

نوموړي تمه ښودلې چې د ایرلنډ په وړاندې په ۵۰ اوریزو سیالیو کې هم ښه ولوبېږي.