هسپانوی برید کوونکی لوبغاړی له خپل کلب راضي نه دی او غواړي ترې جلا شي

محمود خان منندوی

د بروسیا ډورټمنډ هسپانوی حمله کوونکی لوبغاړی پاکو الکاسر په دې کلب کې خپل د حالت څخه راضي نه دی او غواړي ترې جلا شي. د مونډو ډیپورټیوو د راپور پر اساس، الکاسر د 2018 په دوبي کې د بارسلونا څخه په قرضي قرارداد او د دایمي رانیولو د بند سره د ډورټمنډ کلب سره یو ځای شو او په لږ وخت کې دومره وځلید، چې له څو میاشتو وروسته دې جرمني کلب د دې لوبغاړی قرارداد دایمي کړ.

 د قرارداد تر یقیني کولو وروسته د الکاسر حالت بدل شو او یو دوه ځله د سخت زخمي کېدو په خاطر له اصلي حالت څخه لیري شو. الکاسر دا فصل هم ډېر ذخیره وو او اوس د جلا کېدو نیت لري. ویل کېږي اټلاټیکو ماډریډ په جدي توګه د الکاسر د رانیولو غوښتوونکی دی او بروسیا ډورټمنډ هم د دې لوبغاړي قیمت 40 میلیونه یورو اعلان کړی دی.

ډورټمنډ دا اوونۍ ارلینګ هالنډ په 21 میلیونه یورو سره رانیوه او یولیان وایګل یي په 20 میلیونه یورو پر بنفیکا خرڅ کړ. ډورټمنډ اوس غواړي یو ښه کیفیت لرونکی مرکزي لوبغاړی د وایګل پر ځای رانیسي او پر اټلاټیکو ماډریډ باندې د الکاسر په خرڅېدو سره د یو ښه مالي منبع څخه هم برخمن شي.

له بل اړخه په ژمنېو نقل او انتقالاتو کې د اټلاټیکو ماډریډ له خوا د یوه قیمتي لوبغاړي رانیول سخت دي او د فیرپلي د مالي قانون د ماتېدو خطر دا کلب تهدیدوي. د همدې سبب په خاطر دا کلب غواړي الکاسر په قرضي توګه خو د دایمي رانیولو د بند سره رانیسي.

دوې ورځي وروسته د هسپانیا په ماربیاي کې د ډورټمنډ ژمني تمرینات پیلیږي او هلته به د الکاسر د انتقال وروستۍ خبري وشي.