دوه افغان لوبغاړي په بېګ باش لیګ بیا وځلېدل
قېس احمد او ظاهرخان بېګ باش لیګ کې وېکټې واخېستې. د اسټرالیا د سوداګریز کرکټ لیګ په دوام ۲۹ مه لوبه د هوبرټ هرېکېنز او برېسبېن هیټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
هوبرټ هرېکېنز لوبډلې په شل اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۶ منډې وکړې.
لوبډلمشر متیو وېډ د هوبرټ لوبډلې لپاره ۶۱ منډې وکړې.
ظاهرخان چې له برېسبېن هیټ لوبډلې سره لوبېږي، په ۴ اورونوکې شل منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.
قېس احمد چې له هوبرټ هرېکېنز لوبډلې سره لوبېږي، څلور اورونه یې وکړل، ۳۴ منډې یې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.
برېسبین هیټ لوبډلې لوبه په نولسم اوور کې په ۵ وېکټو وګټله.