بي پي ایل: (سېلهېټ تندر) او (رنګپور رېنجرز) لوبډلو بریاوې خپلې کړې
د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ ۱۵ مه لوبه د سېلهېټ تندر او کولنا ټایګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او سېلهېټ پکې لومړۍ بریا خپله کړه.
سېهلېټ تندر لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د انډریو فلېچر د ۱۰۳ ناسوځېدلو منډو او د جانسن چارلېس د ۹۰ منډو په مرسته ۲۳۲ منډې وکړې.
کولنا ټایګرز لوبډلې په ۱۸ اعشاریه ۳ اورونوکې د ټولو وېکټو په لوېدو سره ۱۵۲ منډې وکړې او لوبه ترې سېلهېټ لوبډلې په ۸۰ منډو وګټله.
رحمان الله ګربز په صفر وسوځېد او نوین الحق چې له (سېلهېټ تندر) لوبډلې سره ولوبېد، په ۳ اورونوکې ۲۱ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.
د بي پي ایل ۱۶ مه لوبه د (رنګپور رېنجرز) او (چټوګرام چلېنجرز) لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې رنګپور رېنجرز پکې لومړۍ بریا خپله کړه.
محمدنبي عیسی خېل په دې لوبه کې ۴ اورونه وکړل، ۳۳ منډې یې ورکړې او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه.
محمدنبي عیسی خېل په دې لوبه کې له لوبډلمشرۍ لرې شوی و او شهزاد محمدي لوبه کې ګډون کړی نه و.