د بي پي ایل لیګ نهمه سیالۍ کې د مشفق الرحیم له شوره ډکې سیالۍ کولنا ټایګرز بریا ته ورسوله

د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ له دوه ورځني ځنډ وروسته یو ځل بیا پیل شو، نهمه لوبه پکې کولنا ټایګرز لوبډلې وګټله له دې لوبډلې سره رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدران لوبېږي.
راج شاهي لوبډلې په شل اورونوکې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د شعیب ملک د ۸۷ منډو او د ریوي بوپارا د ۴۰ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۸۹ منډې وکړې.
حضر ت الله ځاځي په دې لوبه کې د راج شاهي لوبډلې په ګټه یوه منډه وکړه.

کولنا لوبډلې د شلم اوور په څلورم توپ ځان هدف ته ورساوه، کولنا لوبډلې لپاره مشفق الرحیم ۹۶ منډې وکړې او لوبډله یې بري ته ورسوله. مشفق الرحیم د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی آل رونډر لوبغاړی دی چې د کور دننه او بهر ګڼ شمېر مینه وال لري. دی د اړتیا پر وخت چټکه او له شوره ډکه سیالي هم کولی شي.
رحمان الله ګربز په ۴ توپونو ۷ منډې وکړې او اوټ شو.
د لوبې غوره لوبغاړی مشفق الرحیم وپېژندل شو.
د دې لوبې په بري سره کولنا لوبډله د نومرو په جدول کې لومړۍ شوه.
ماښام پنځه بجې سېلهېټ تندر لوبډله د چټوګرام چلېنجرز لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.