مشفق الرحیم د هند آی پي ایل وانخیست، اوس یې له مالکانو ناراضه دی

ولید (خپلواک)

 د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې تکړه او پياوړي توپ وهونکی (مشفق الرحيم) د هندوستان په آی پي ایل کې وانه خیستل شو، هغه اوس ډیر ګلیه من دی. مشفق وایې ژوند پرمخ ځي او دا زما لپاره ډیره د خواشینۍ خبره وه چې زه په نیلامۍ کې ونه پيرل شوم.

 ما لیوالتيا نه ښوده چې په دغه نیلامۍ کې ګډون وال شم اونه مې دا تمه در لوده چې ما به کومه لوبډله وپيري، خو کله چې د هندوستان له لوري مونږ ته دعوت راکول شو نو ما هم نوم لیکنه وکړه، دی وایي د استرالیا پټ کمینز یو بهرنۍ لوبغاړی دی او په لوړ نرخ سږکال په بولۍ کې وپيرل شو.

 زه اوس په بي پي ایل کې لوبیږم او امید مې درلوده چې په نیلامۍ کې به واخیستل شم، خو داسي ونه شو ژوند روان دی او پرمخ ځي.

 د راپورونو له مخې مشفیق نیلامي ته د راتلو لیوال نه و، خو د هندوستان ورکړل شوي دعوت چې د دوۍ مشرانو وکړ لیوالتیا زیاته کړه، مشفیق الرحيم د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ترټولو مخکښ ویکټ کيپر او غوره توپ وهونکی دی.

 اوس مهال د بنګله دیش په کورني سوداګریز کرکټ لیګ کې د هولنا ټایګرز لوبډلې لوبډلمشر دی.

 دا خبر د کرکټ مشهوري ویب پاڼې کریک انفو هم خپور کړی و.