د شینوارو سپین غر ولسوالي اوس د بشپړ امن برخمنه ده، کرکټ یې د امن زیری لري

الفت الله محبزی

د شینوارو سپین غر ولسوالۍ د امن زیری لري، ځکه خو یې اوس ډېری ځوانان د جنګ او جګړو ور هاخوا د سولې او امن په فضا کې د ورزش بېلابېلې سیالۍ کوي.

دا سیالۍ د شینوارو د سپین غره تر لمنې لاندې د شډل په سیمه کې د ۲۲ کرکټ لوبډلو تر منځ په خورا مینې او لېوالتیا ترسره شوې چې د سیالۍ ډګر ته یې د کرکټ ګڼ شمېر ځوانان، سپين ږیري او مشران راتلل.

نن ددې لوبلړ د پای ورځ وه او د شینوارو سپین غر ولسوالۍ کې د کرکټ لوبو سیالېو ټورنمنټ پای ته ورسېد.

 دغه ټورنمنټ د سپین غر ځوانانو لخوا شډل سیمه کې د۲۲ کرکټ لوبډلو ترمنځ په لار اچول شوی و چې ۳۵ورځې یې دوام وکړ.

 ددې سیالېو پایلوبې ته د چهلګزي او ګردي کرکټ لوبډلې ووتې

 چې ټورنمنټ چهل ګزي بابا کرکټ لوبډلې پخپل نوم کړ.

د شینوارو اچین، سپین غر، نازیان، دوربابا او ګڼ شمېر نورې ولسوالۍ د کرکټ، فوټبالا او بېلابېلو سیالېو کوربه سیمې بلل شوي دي.