د بنګله دیش سوداګریز لیګ ۱۶ مه سیالي هم ترسره شوه

ولید خپلواک

 د بنګله دیش کرکټ سوداګریز لیګ (بي پي ایل)سیالیو په لړ کې ۱۶ لوبه هم د رانګپور او چلېنجرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

 د توپ وهنې پیل چلېنجرز لوبډلې وکړ په ټاکلي ۲۰ اورونو کې یې د سریلانکا (اویشکا فرینډو) لوبغاړي د ۷۲ منډو پرمټ ۱۶۳ منډې ترلاسه کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۶۴ منډو هدف په مخ کې کېښود.

 رانګپور لوبډله چې دافغانستان مخکښ الراونډر محمد نبي عیسی خيل یې لوبډلمشري پر غاړه لري، د څلورو ماتو وروسته یې لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

 رېنجرز لوبډلې د چلېنجرز ورکړل شوی هدف پوره کړ او خپله لومړۍ بریا یې د بنګله دیش په بي پي ایل کې ثبت کړه.

 رانګپور لوبډله کې شهزاد محمدي او محمد نبي د افغانستان دوه پیاوړي لوبغاړي لوبيږي چې په دي سیالۍ کې د شهزاد پر نشتون کې سویلي افریقایې کیمرن ډیل پورټ ولوبېد، خو ښه نتیجه یې ورنه کړه.