افغان قېس احمد نن په بېګ باش سوداګریز لیګ کې ۴ لوبغاړي وسوځول

قیس احمد چې په بيګ باش لیګ کې لوبیږي، نن یې وکولای شول چې د سیالې لوبډلې ۴ پیاوړي لوبغاړي په خپل بې ساري او غوره توپ اچونې وسوځوي. نوموړي د خپلې توپ اچونې پر مهال ځان ویاړمن احساساوه او کله یې چې څلورم لوبغاړی وسوځاوه، د خوښۍ نوی سټایل یې وکړ.

قېس احمد د څلورم لوبغاړي په سوځېدو سره له نورو لوبغاړو دمخه خپله بې ساري خوښي په یوې سترې بازینګرې څرګنده کړه چې دې عکس العمل یې خوالې رسنۍ په بېلابېلو انځورونو ډکې کړې.

نن د بېگ بش لیگ سیالیو په لړ کې هوبرټ هریکینز، چې قیس احمد په کې لوبېږي، د سېډني سېگسرز په وړاندې لوبه ترسره کړه. دغې لوبې کې د قیس احمد پیاوړې توپ اچونه د هوبرټ هریکېنز لوبډله بریا ته ورسوله.

دغې لوبې کې هوبرټ هریکینز لوبډله لومړۍ توپ وهنه وکړه خو ټاکل شوو شلو اورونو کې يي خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۲۹ منډې جوړې کړې.

د قېس احمد د څلورو ویکټو خوښي په دې ویوي کلېپ کې لیدلی شئ.

ههههههههه والله چې ډیر زیات خوند کويڅلورو لوبغاړو سوځولو وروسته خوشالي

Posted by Haroon Ashna on Thursday, December 19, 2019

 

د توپ وهنې په برخه کې هم قیس احمد په پنځو توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۷ منډې جوړې کړې.

قیس احمد په لومړۍ اور کې ښکلې ډگر ساتنې سره د سېډني سېکسر تر ټولو مهم لوبغاړی ډنیل هاگز يي رن اوټ کړ او خپلې لوبډلې لپاره يي لومړۍ وېکېټه واخیسته.

د لوبې اووم اور کې قیس احمد خپل لومړی اور ترسره کولو لپاره راغی، او په لومړی بال يي وېکېټه واخیسته. قیس احمد خپل د لومړي اور په لومړي بال د هېنریکس وېکېټه واخیسته. نوموړی د لوبې نهم اور کې خپل دوهم اور ترسره کولو لپاره وغوښتل شو او خپل د دوهم اور په لومړي بال د ټام کرن او په دوهم بال د اېبټ په سوځولو بریالی شو. نوموړی خپل دغه اور په څلورم بال د ډاشوس سوځولو سره یو اور کې درې وېکېټې واخیستې.

قیس احمد خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۲ منډو ورکولو سره څلور مهمې وېکېټې واخیستې او یو لوبغاړی رن اوټ کولو سره يي د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول او خپله لوبډله يي بریا ته ورسوله.

په پای کې دغه لوبه د هوبرټ هریکینز لوبډله په ۲۵ منډو وگټله.