د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر: د نوو روزونکو پر مټ ښه پرمختګ کولی شو

ولید خپلواک

 د سویلي افریقا لوبډلمشر (فاف ډوپلسیس)وویل، مونږ لا تر اوسه پورې ډیر کار کړی، موږ په راتلونکو لوبو کې پوره هڅه کوو ترڅو خپله لوبډله بریالۍ کړو.

 مهم د سویلي افریقا هيواد کرکټ دی مونږ باید وده ورکړو او د خپلو کرکټرانو لپاره ښه زمینه سازي وکړو.

 زما لپاره دا ډیره غوره خبره ده اوس پر سویلي افریقا لوبډله باندې ډیر باورمنده يم، موږ اوس د ټیسټ او نورو لوبو لپاره پوره چمتو یو.

 موږ پر ۶ میاشتو کې ډېر څه له لاسه ورکړل، اوس به دیوې نوې ډلې سره د خپل هیواد استازیتوب کوو.

 فاف په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د ځنیو لوبغاړو نه شتون لکه د (ډیل سټین)، (هاشم املا) او ورته نور لوبغاړي په یو ځل له لوبډلې څخه ولاړل، نو لامل یې همدا و چې مونږ په ورستیو وختونو کې زیاتې ماتې وخوړې.

 د سویلي افریقا لوبډله که څه هم تر ډېره ښه او پیاوړې لوبډله ده، زمونږ لپاره دا ډیره مهمه ده چې باید موږ له ځان سره مسلکي روزونکي ولرو.

 اینکوی اوس د مارک باؤچر مرستیال دی، د دوی ترڅنګ به د کرکټ مشهوره څېره (جیکالیس) هم د سویلي افریقا د توپوهنې په برخه کې د روزنې دنده ترسره کړي.

 سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډله د انګلستان سره د څلورو ټیسټ لوبو لپاره چمتوالي نیسي.