دنړۍ پېژندل شوې څېره شهزاد بیا کرکټ ته راستنيږي

سثصث
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکى شهزاد محمدي غواړي یو ځل بیا د افغانستان د کرکټ لوبډلې غړی شي،
شهزاد پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي
((Come back in to Afghanistan ???????? Cricket Team insha’Allah))

شهزاد محمدي په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې دیو کلن بندیز سره مخ شو دغه بندیز افغان کرکټ بورډ پرنوموړي ولګوه،
شهزاد محمدي ته د کرکټ بورډ لخوا څو ځلې ویل شوي و چې په پاکستان کې دې د کلبونو او نورو خلکو سره لوبې نه کوي؛ خو هغه بیا هم دکرکټ بورډ خلاف د یو پاکستاني کلب سره تمرینات ترسره کړل.
شهزاد په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې د خراب فیټنس له امله له لوبډلې کېنول شوی و،
خو د کرکټ مینوال او مبصرین د شهزاد په ورستۍ سیالۍ چې افغانستان د ګاونډي پاکستان هیواد سره لرله؛ نوموړي په خپله پښه کې د لوبې په جریان کې سخت درد محسوسو او څو سټمپونه یې په لوی لاس مېس کړل.
دغو کړنو شهزاد محمدي ته ډېره ستونزه جوړه کړه او د کرکټ مینوالو شک یې پر ځان لا زیات کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ یو کال مخکې پر نوموړي د داخلي سیالیو سربیره د ملي لوبډلې د ټیم څخه هم کينول شوی و
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دغه پیاوړی اوپنر توپ وهونکی شهزاد محمدي راتګ ته ډېر د کرکټ مینوال خوشبیني ښایې .
شهزاد په ۱۹۸۷ کال کې د جنورۍ پر لسمه دافغانستان په ننګرهار ولایت کې زیږدلى، ۳۲ کاله او۳۳۴ ورځې عمر لري ؛ دافغانستان لپاره یې دوه ټیسټ، ۸۴ یو ورځینۍ، او ۶۵ یې شل اوریزې لوبې ترسره کړي، لومړۍ ټیسټ لوبه یې د هندوستان خلاف په ۲۰۱۸ م کال کې ترسره کړي وه او د کرکټ په تاریخ کې یې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه په ۲۰۰۹ م کال کې د نیدرلنډ پر وړاندې ترسره کړه .
د شل اوریزه لوبو پېل یې په ۲۰۱۰ م کال کې د ایرلنډ خلاف په کولمبو ښار کې وکړ ؛ نوموړی اوس د بنګله دیش په (بي پي ایل) سوداګریز لیګ کې د رانګپور رېنجرز لوبډلې سره د محمد نبي تر کپتانۍ لاندې لوبه ترسره کوي؛
تر اوسه افغان کرکټ بورډ په دې اړه څه نه دي ویلي.