د افغان لوبډلې ایرلینډ خلاف ریکارډي لوبه او لاسته راوړنې

سمیع الله درانی ابدالي

افغانستان د ایرلېنډ خلاف شل اوریزه لوبه کې څو نړیوال ریکارډونه کیښودل. دلته یې یادونه کوو.
لومړی ریکارډ: د افغانستان د ستر ټارګېټ ریکارډ، په شل اوریزو لوبو کې افغانستان لومړی هېواد شو، په نړیواله کچه یو ستر هدف وړاندې کوي.

افغان لوبډلې د نړۍ ستر شل اوریز ټارګېټ وړاندې ۲۷۹ منډې هدف د کرکټ په نړۍ کې نوی ریکارډ شو، چې ښایي کلونه، کلونه یې ځواکمنې لوبډلې مات نه کړي.

تر دې وړاندې لوړ ټارګېټ د اسټرالیا و، هغو په ۲۰۱۸ کال کې د سریلانکا خلاف ۲۶۴ منډې ټارګېټ اېښی و.
دریم ستر ټارګېټ بیا ۲۶۱ منډې د سریلانکا له خوا اېښودل شوی، دوی په ۲۰۰۷ کال کې د کینیا خلاف ټارګېټ اېښی و.

دوهم ریکارډ: په شل اوریزو لوبو کې دوهم ریکارډ د سترې او اوږدې ملګرتیا دی، حضرت الله ځاځي او عثمان غني په ۱۰۴ توپونو ۲۳۶ منډې ملګرتیا وکړه، چې دا په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو ستره او اوږده ملګرتیا ده.
تردې وړاندې اوږده ملګرتیا د اسټرالیا اوپنرانو اېرون فېنچ او ډارسي شارټ وه، دواړو په ۲۰۱۸ م کال کې د جون په ۳ مه نېټه ۲۲۳ منډې ملګرتیا کړې وه.

دریمه ملګرتیا بیا د نیوزیلېنډي مارټېن ګوپټېل او کېن ویلیمسن ده، دوی د پاکستان خلاف ۱۷۱ منډې ملګرتیا کړې وه.

دریم ریکارډ : د حضرت الله ځاځي له خوا د ۱۶۲ ناسوځېدلو منډو جوړول دریم ریکارډ دی، دا دوهم لوبغاړی شو، په شل اوریزو لوبو کې زیاتې منډې جوړوي، لومړی اسټرالیایي اېرون فېنچ دی، هغه د زِمبابوې خلاف ۱۷۲ سوځېدلې منډې کړي دي.

دریمې سترې منډې د یو توپ وهونکي له خوا بیا هم د اېرون فېنچ دي، هغه ۱۵۶ منډې د انګلستان خلاف په ۲۰۱۳ کال کې کړې وې.

ځاځی چې ځوان لوبغاړی دی او تازه لوبو ته راغلی، تر اوسه یې دوه ریکارډونه جوړکړي، چې یو یې په یو اوور کې د شپږ، شپږیزو ریکارډ و او دا یې دوهم ریکارډ شو، چې د نړۍ په کچه دوهم لوبغاړی کېږي، چې شل اوریزو لوبو کې تر اېرون وروسته زیاتې منډې جوړوي.

دې ریکارډ کې ځاځی اول کېدای شوای، خو چې محمد نبي ورته په وروستي اوور کې د درې یا څلورو بالونو د لوبولو چانس ورکړی وای.

د افغان لوبډلې بله لاسته راوړنه دا وه، چې ۲ پواینټونه یا نومرې یې واخېستې او دا ورسره د شل اوریزو لوبو په درجه کې ډېره مرسته کولای شي.

یوه لاسته راوړنه دا هم ده، چې افغان لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د پیل شل اوریزو سیریز وګاټه او پیل یې د لوبلړۍ په بریا سره وکړ.

د حضرت الله ځاځي لپاره لاسته راوړنه بیا دا ده، چې په شل اوریزو لوبو کې د توپ وهونکو درجه بندي وشي، ځاځي پکې ډېر مخکې راتلای شي.

که ځاځی په دریمه شل اوریزه لوبه کې نیمه سلیزه ووهي رېنکېنګ او درجه بندۍ کې ورسره فوق العاده مرسته کوي، چې رامخته شي، ځاځي په درجه بندۍ کې خورا ستر ګام واخېست، دی چې مخکې د شل ارویزو لوبو په درجه بندۍ بیخي نه و، اوس یې د نړۍ ستر توپ وهونکي تر شا پرېښودل او ۳۸ م مقام یې خپل کړ، دی تر شکېب الحسن وروسته دی.

د راشدخان لپاره لاسته راوړنه په دې کې وه، چې هغه په دې لوبه کې څلور وېکټې واخېستې او د سیریز په لومړنیو دوو لوبو کې یې شپږ وېکټې پوره کړې، دا به راشدخان لا د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې په لومړي مقام محکم وساتي.
لنډه دا چې افغان لوبډلې په دې لوبلړۍ کې د ریکارډونو سربېره ډېره زیاته ګټه وکړه او که نورې لوبې همداسې وکولای شي لوبډله لا په درجه بندۍ کې رامخکې شي او سترې لوبډلې وګواښي.

باید وویل شي چې دې لوبه کې که په ایرلینډ ریکارډونه جوړ شول، خو ایرلینډ هم جوړ کړل؛ لکه د سټرلینګ ۹۱ منډي چي تر اوسه کوم بل ايرلينډي په نړيوالو شل اووريزو لوبو کي نه وې کړي.

بل؛ د سټرلينګ او کيوين اوبراين اوږده د ۱۲۶ منډو ملګرتیا، لومړی ځل و چې داسې ملګرتیا کوي.