د هند کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ وهونکی او لوبډلمشر ويرات کوهلي نن ويلي په نړیوال جام کې د پاکستانۍ لوبډلې سره د سیالۍ په اړوند د حکومت پرېکړې ته انتظار دی. یوه اونۍ وړاندې د هند تر ولکې لاندې په کشمیر سیمه کې د جیش محمد پاکستانۍ وسله والې ډلې له لورې په هندي ځواکونو ځانمرګی برید ترسره شو چې په دې برید کې تر (۴۶ )هندي ځواکونه ووژل شول .

په کشمیر کې ځانمرګی برید د هند حکومت پر وینا پاکستان پلان کړی و او دا هېواد یې د ترهګریزو ډلو د ملاتړي په نوم یاد کړ. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي و چې د اسنادو او شواهدو له مخې یاد برید د پاکستان له لورې طرحه شوې و .

له دې برید وروسته د هند او پاکستان اړیکې لا پسې بد حالت ته ورسېدې د سیاسي کړکېچ ترڅنک په ورزشي لوبو کې هم د دې دواړو هېوادونو حالت ترینګلی شو.

د هندي رسنۍ ټايمز اف انډيا د راپور له مخې یوې انتظامیې کمېټې یو خط د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي ) ته لېږلی و چې په دې خط کې د کرکټ نړیوالې شورا څخه غوښتنه شوې وه چې پاکستان لوبډله باید د نړیوال جام سیالیو څخه همدا اوس بهر شي او یادې هندۍ لوبډله له سیالیو بې برخې کړي.

د هندي رسنیو له قوله: د هند لوبډلمشر ویرات کوهلي څخه نن د اسټرالیا او هند ترمنځ د سیالیو د پیلېدو وړاندې په نړیوال جام کې د هند لوبډلې د لوبېدو پوښتنه شوې وه . کوهلي د دې پوښتنې په ځواب کې ویلی و زه له خپل قوم سره ولاړ یم او د هند حکومت ځواب ته په تمه یم.

خو څو ورځې وړاندې د (د ايي سي سي) مشر ډېو رچرډسن ویلي داسې هېڅ کومه پرېکړه نه ده شوې چې د سياليو په مهالوېش کې څه بدلون را شي او ټولې سيالۍ به په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.

په( ۲۰۱۹) کال نړیوال جام کې د هند او پاکستان ترمنځ سیالي د مهال وېش له مخې د جون پر( ۱۶) مه نېټه پلان شوې ده خو دا به وروسته ثابته شي چې دا سیالې د دواړو هېوادونو د کړکېچ له امله ترسره کېږي کنه؟ د هند لوبډلې لوبغاړو سربېره د دې لوبډلې کوچ روزونکو هم په نړیوال جام کې د پاکستان سره د سیالۍ کولو ډډه کړې ده د دوی پر وینا دا یو ترهګریز هېواد دی باید نورې نړۍ ته هم د دوی کړنې روښانه شي.

همداراز څو ورځې وړاندې هند او پاکستان د اړیکو خرابوالي له امله پاکستاني سندر غاړي او فلمي اداکاران هم له هند څخه شړل شوي او په هند کې د پاکستان سوپر لیګ د خپرېدو بندیز هم لګول شوی دی.