ارون فینچ: گلېن مېسکویل دې کرکټ ته بیا را وګرځي

ولید خپلواک

 د استراليا کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی (ایرون فینچ) وایې مکسویل دی بیرته لوبډلې ته راستون شي،

 استرالیا په راتلونکی ۲۰۲۰ م کال جنورۍ میاشت کې د هندوستان سره درې پنځوس اوریزي لوبې لري.

 د استراليا لنډ مهاله کپتان (ایرون فینچ) د دې سیالیو په اړه وویل: (ګلین مکسویل باید په دغه سیریز کې د استراليا لوبډلې ګډونوال وي).

 د اسټرالیایي لوبډلې پیاوړی الراونډر ګلېن مکسویل چې د اکټوبر په ۱۲ مه نېټه د دماغي ستونزې له امله له لوبډلې جلا شو اوس بیرته چمتو دی چې په بیګ باش سیالیو کې د میلبورین په ګټه ولوبیږي.

 فینچ د مکسویل په اړه وویل دا یو داسي لوبغاړی دی چې د درې واړو فارمټونو شل اوریزه پنځوس اوریزو او ټیسټ لپاره یو ځانګړی لوبغاړی دی په دی کې شک نشته چې هغه به بیرته راستون شي.