آی سي سي د قطر سوداګریز لیګ کې شوې درغلۍ څيړي

ولید خپلواک

 د کرکټ نړیوالې شورا یا (ای سي سي) د قطر پر لیګ نیوکې وکړي، د قطر لس اوریز کرکټ لیګ د ډېسمبر په ۷ مه نېټه د ۶ افغان لوبغاړو په شتون کې پېل شو.

دا چې ځېنې افغان لوبغاړي په لس اوریز لیګ کې اخېستل شوي وو، ورسره یو ځای د بنګله دېش په سوداګریز لیګ کې هم اخېستل شوي وو، چې له همدې امله ځېنو افغان لوبغاړو لس اوریز لیګ پرېښود او پرځای یې د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ ته ولاړل.

 اوس تازه په یوه ناسته کې چې د کرکټ نړیوالې شورا کړي پکې ویل شوۍ،  چې د قطر په لس اوریز لیګ کې یو شمیر پيژندلو شوو کسانو فساد رامنځ ته کړی، د کریک بز ویب پاڼې د راپور له مخې ای سي سي غواړي نور تحقیقات هم وکړي.

 تر دې دمه هغه کسان په ګوته شوي کومو کسانو چې د قطر په لس واریز کرکټ لیګ کې فساد او ګډوډې رامنځ ته کوله،  دغه سیالۍ چې د ډیسمبر په ۱۶ نيټه پای ته ورسيدې، پکې یو شمير افریقایې هندوستانې او پاکستانې نړیوال لوبغاړي شامل و، ای سي سي چې دغه سیالۍ یې تصویب کړې وې، مجبور دي ترڅو نور ورستې معلومات هم ترلاسه کړي. د ای سي سي د بشپړتیا مشر (الیکس مارشال) په یو بیان کې وویل:  ((دغه پېښه زمونږ لپاره د خطر زنګ دی مونږ باید خپل تحقیقات نور هم زیات کړو، مجبور یو د دغې موضوع د حل لپاره ځنې مهمې سرچینې په کار واچوو تر څو اندېښنې مو حل شي)

 په پایله کې د قطر په شمول پر ځنیو نورو هيوادونو کې هم مونږ د فساد محنېوی کړی،

 د کرکټ نړیواله شورا وایې کرکټ او سپورت هغه څه دي چې باید د هر ډول فساد څخه پاک وي.