ګلبدین د اصغر افغان سره مخالفت پرېښود، اوس دواړه اوږه پر اوږه د لوبېدو هوډ لري

د روان میلادي کال وروستۍ میاشت (ډېمسبر) د افغانستان کرکټ بورډ لپاره د تغیراتو میاشت وه، ددې میاشتې په یوولسمه نېټه افغان کرکټ بورډ مشرتابه راشد خان له لوبډلمشرۍ لرې او پر ځای یې ګلبدین نائب وټاکلو. د اصغر بیا ټاکل کېدو څخه څو ساعته وروسته گلبدین نایب خپل رسمي فېسبوک پاڼې څخه پرلیکه او مینه‌ والو سره يي په نړیوال جام کې د خیانت کونکو کړیو اړوند خبرې وکړې او هغوی يي له افغانستان سره په خیانت تورن کړل.

له گلبدین نایب وروسته د ډسمبر په څوارلسمه د کرېکټ بورډ پخوانی مشر عزیزالله فضلي هم د طلوع نیوز په تودې خبرې کې د بحث پر مهال د گلبدین نایب تورونه تایید کړل، خو تېره ورځ ناوخته، کرېکټ بورډ یوې وېډیو خپرولو سره د گلبدین نایب او اصغر افغان ترمنځ د روغې جوړې او په ملي لوبډلې کې د شته ستونزو پای ته رسېدو خبر ورکړ.

په دې اړوند د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل: «د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان او ملي لوبغاړي گلبدين نايب سره ناسته وکړه، د دواړو ترمنځ وروستۍ گيلې يې پای ته ورسولې او دواړو ژمنه وکړه چې لکه د تېر په څېر به د هېواد د پرمختگ لپاره د وروڼو په څېر لوبېږي.»

د دې وېډیو په پیل کې د کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی وايي چې د دې وېډیو موخه په لوبډلې کې شته ستونزې اواري او د ملي لوبډلې پخوانی او اوسنی لوبډلمشرانو ترمنځ روغه جوړه ده. له فرهان یوسفزی وروسته، گلبدین نایب وايي چې د فېسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه راتگ يي یوه تېروتنه وه چې له امله يي له اصغر افغان څخه بښنه غواړي. نوموړی همداراز زیاتوي چې نوموړی غوښتل دې وېډیو سره خپل احساسات له خلکو سره شریکه کړي خو خلکو ناوړه گټه ترې پورته کړه.

اصغر افغان هم خپلو څرگندونو کې وویل چې لوبډله يي بېرته سره راټوله کړې او زیاته يي کړه چې ټول لوبغاړي د کوم ځانگړی کس لپاره نه بلکه د افغانستان لپاره لوبېږي او هڅه به کوي چې د تېر په څېر یو ځل بیا افغانستان لپاره لوبې وگټي. نوموړی همداراز وویل چې د کرېکټ بورډ مشر هم ورته د هر ډول همکارۍ او اسانتیاو برابرولو ډاډ ورکړی.