ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې له نیوزېلنډ څخه د هند غچ واخیست

نصرت الله عمرزی

د نړیوال جام دمخه د یاد جام برخه لرونکو لوبډلو یو شمېر تمریناتي سیالۍ لرلې چې نن پکې نیوزېلنډ او وییسټ انډيز کرکټ لوبډلو خپل بخت امتحان کړ؛ نیوزیلنډ لوبډلې که څه هم د هند پر وړاندې ښه توپ اچونه کړې وه او ټوله لوبډله یې په ۱۷۹ منډو سوځولې وه؛ خو د ویسټ انډیز توپ وهونکو پرې بریدګره توپوهنه وکړه.

په دې لوبه کې لومړۍ توپوهنه ویسټ انډیز لوبډلې وکړه او د لوبې په ۵۰م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالۍ لوبډلې ته ۴۲۱ منډې وکړې.

توپوهنه کې شای هوپ ۱۰۱، انډري رسل په ۲۵ بالونو ۵۴ او اېون لېویز ۵۰ منډې وکړې.

نیوزېلنډ ته ټرینټ بولټ ۴ او هنري دوه ویکټې واخېستې.

نیوزېلنډ ته که څه هم بولېنډل سلیزه ووهله خو بیا هم هدف ته ونه رسېدل او ټوله لوبه لوبډله یې ۴۸م اور کې په ۳۳۰ منډو وسوځېده. په دې سیالیو کې د ویسټ انډیز لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره وه، خو د باران له امله بې پایلې شوې وه او نیوزېلنډ خپله لومړۍ لوبه کې هند ته ماتې ورکړې وه.

یاده دې وي چې ددې جام د سیالېو پېل همدا شېبه پیلیدونکی دی چې سر له سبا یې د پېل لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي. د پنځوس اوریریزه سیالېو  نړیوال جام څلور کاله پس ترسره کیږي چې تېر په ۲۰۱۵ او سږ یې ۲۰۱۹ کې ترسره کیږي.