راپور: عبدالولي عمري

سریلانکا د جنوبي افریقا پر خاوره پر سوپر اور سربېر ماته وخوړه. سریلانکا او افریقا یو دبل پر وړاندې نن په لمړۍ شل اوریزه لوبه کي سره مخامخ شول، خو ددواړو لوبډلو تر بهترینو هڅو وروسته لوبه سوپر اور ته ولاړه.
سوپر اور کې لمړی توپ وهنه جنوبي افریقې وکړه چي ۱۵ منډي هدف یې سریلانکا لوبډلي ته ورکړ، سریلانکا په سوپر اور کي ټاکلي هدف ځان ونه رساوه، دلته سریلانکا پر ماتي برابره سوه، او لمړي شل اوریزه لوبه یې جنوبي افریقې لوبډلي ته ورکړه.

ددې لوبي په پیل کې جنوبي افریقې پچه وګټله، خو د توپ وهنې بلنه یې سریلانکا لوبډلي ته ورکړه.
توپ وهونکې لوبډلې ته د افریقې ډیل سټاین وخت ورنه کړ چي پیلونکي لوبغاړي مخته قدمونه واخلي ، ددوي ملګرتیا ډیل سټاین ماته کړه. په پای کې سریلانکا لوبډلي د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۵ منډي هدف وټاکه.

سریلانکا ته منډیس ۴۱ ډیري منډې وکړې.
جنوبي افریقې ته بیا انډیل پهلیکوایا درې ویکټې ترلاسه کړې.

ددې لوبي په دوهمه برخه کي توپ وهنه کوربه لوبډلي افریقې ته ورسیده، افریقې هم لکه څنګه چي زیات شمیر د لوبي نندار کوونکي لیدو ته راغلي وه، هم هغه ډول یې تشویقې لوبه ونه کړه، او د لوبي پیلوونکو لوبغاړي یې په لږو منډو وسوځیده خو بیاهم لوبه تر زیار  وروسته سوپر اور ته ورسیده، سوپر اور جنوبي افریقې د بریا تر څوکي ورساوه، او ځان یې د لمړۍ شل اوریزي لوبي په ګټلو بریالی کړ.

جنوبي افریقې ټاکلی هدف په ۸ ویکټو مساوي کړ.
جنوبي افریقا ته ډاویډ میلر ۴۱ منډي وکړې.

ددې لوبي غوره لوبغاړي ډالۍ ډاویډ میلر ته ورکول سوه، دې توپ وهونکي په سختو شیبو کي د خپلي لوبډلي لپاره منډې ټاکلي هدف ته نږدې کړې.
د یادونې ده چي ددواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه د همدې مارچ میاشتي پر ۲۲ تم تاریخ د شپې پر ۸:۳۰ بجې ترسره کیږي.