راپور: عبدالولي عمري

د سویلي افریقې او سریلانکا ترمنځ په دریمه یورځنۍ لوبه کي سویلي افریقې په خپل کوربتوب سریلانکا ته په ماته ورکولو سره دریمه یورځنۍ لوبه وګټل.
ددې دریمي لوبي پیل سویلي افریقې وکړ، افریقې په خپل ۳۰۰ توپونو باندي ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړه او سریلانکې لوبډلي ته یې پر خپل لوبغالي ۳۳۲ منډي هدف وټاکه.

سویلي افریقې ته ویکټ ساتونکي ډیکوک د ۱۶ څلوریزو او ۲ شپږیزو پرمټ په ۱۱۸ توپونو ۱۲۱ منډي وکړې.
سریلانکې ته اوډانا د ۵۰ منډو په ورکولو دوې ویکټي ترلاسه کړې.

په دوهم وارتوپ وهنه کي د سریلانکا څخه بخت تیښته وکړه، ځکه یې نو لوبه د کرکټ د قانون لمخي وبایلل.
سریلانکې لوبډلي په ۲۴ اورونو کي د پنځه لوبغاړو په لمنځه تلو سره ۱۲۱ منډي وکړې، چي د باران اورښت ډیر زیات او لاهم دوامداره سو، نو ځکه اورونه او هدف دواړه راکښته سوه، هدف د ۳۳۲ څخه ۱۹۳ ته او اورونه ۲۴ ته راشوه سوه، په دې سره سریلانکا ۲۴ اورونه ولوبول او ۱۲۱ منډي یې وکړې، نو ځکه بیا د ( DL ) سیستم له لاري افریقې لوبډلي د پنځو یورځنیو لوبو څخه دریمه لوبه په ۷۱ منډو وګټل.

د سریلانکا لپاره کوسال منډیس ۴۱ منډي وکړې  او افریقې ته عمران طاهر دوې ویکټي واخیستې. دهمدې لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ ډیکوک ته ورکول سوه. تر دوهم ګړیه د افریقې او سریلانکا ترمنځ په پنځه یورځنیو لوبو کي درې سره لوبي سویلي افریقې ګټلې، لمړۍ لوبه یې په ۸ ویکټو، دوهمه لوبه یې په ۱۱۳ منډو، او دریمه لوبه یې په ۷۱ منډو ګټلې.
د یادوني ده چي ددواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه لوبه د همدې میاشتي پر ۱۳ سم تاریخ ترسره کیږي