خبریال: سید ادریس ولي زاده

د ویست انډیز کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مسؤلینو نن د خبري کنفرانس پر مهال د افغانستان ملي لوبډلې خلاف د ویسټ انډیز د ملي لوبډلې درې بیلا بیل نوملړونه اعلان کړل.

د درېیو شل اورېزو لوبو لپاره په اعلان شوی نوملړ کې لوبډلمشر کیرون پولارډ، نیکولاس پوران، ایون لیوس، برنډن کینګ، سیمرن هټمایر، شرفن ردرفورد، جسن هولډر، لینډل سیمنس، فبین الین، هیډن ولش، حري پېیري، شیلډن کټرل، دینیش رمدین، کسریک ویلیمس او الزاري جوزیف شامل دي.

اخوا د پنځوس اورېزو لوبو د لړۍ لپاره د ویسټ انډیز په اعلان شوی نوملړ کې لوبډلمشر کیرن پولارد، شای هوپ، ایون لیوس، شیمرن هټمایر، سونیل امبریس، نیکولاس پوران، برنډن کینګ، روسټن چیس، جسن هولډر، هیډن ولش، حري پېیري، شیلډن کټرل، کیمو پئول، روماریو شیپرد او الزاري جوزیف شامل دي.

او د ټیسټ لوبو په نوملړ کې بیا لوبډلمشر جسن هولډر، کریګ برایت ویټ، جون کمبیل، شای هوپ، شیمرن هټمایر، روسټن چیس، شین ډوریچ، جومل ورکن، رحیم کرنوال، کیمر روچ، شمر بروکس، سونیل امبریس، الزاري جوزیف او کیمو پئول شامل دي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان او ویسټ انډیز ملي لوبډلو ترمنځ درې شل اورېزې، درې پنځوس اورېزې لوبې او یوه ټیسټ لوبه د افغانستان په کوربتوب د هندوستان په راجف ګاندي کرکټ لوبغالي د نومبر میاشتې په پنځمه نیټه پیل او د همدغې میاشتې په ۲۷مه نیټه پاي ته ورسیږي.

افغان لوبغاړو کابل کې د شپږېزې لیګ په سیالیو بوخت دي، چې تراوسه د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې غړو د ویسټ انډیز خلاف خپله لوبډله اعلان کړې نه ده.

خو تازه د ویسټ انډیز کربین پریمر لیګ سیالۍ وړمه ورځ پاي ته ورسیدې، وروسته له یاد لیګ څخه د ویسټ انډیز ملي لوبډلې لپاره تازه نوی مشر روزونکی د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی مشر روزونکی فیل سیمنز وټاکل شو.