انډي مولز د غوراوي کمېټې کرکټ ډایریکټر وټاکل شو، نور هم شته

محمود خان منندوی

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پخوانی غړی انډي مولز د دغې کمېټې د مشر او کرکټ ډایریکټر په توګه په دنده وګومارل شو.
نوموړی چې له دې وړاندې د بنګله دېش لپاره د افغان لوبډلې د سرپرست مشر رزونکي مسوولیت هم پر غاړه درلود، د کرکټ په ډګر کې شا وخوا ۲۵ کاله تجربه لري او level 4 coach هم دی چې دا دی اوسمهال د کرکټ بورډ ادارې له لوري د ملي، ایمرجنګ، الف او له ۱۹کلنو کم عمره لوبډلو د غوراوي کمېټې د مشر او کرکټ ډایریکټر په توګه وګومارل شو.

ریال ماډریډ د جنورۍ میاشتې لپاره نوی پلان جوړوي، تر څو بې جامه پاتې نه شي.

ریال ماډریډ د لالیګا په جدول کې لومړی ځای لري خو په چمپیونز لیګ کې بیا وروستی ځای لري او دې څه د ریال د مدیرانو اندیښنه را پورته کړې ده. مارکا د جنورې لپاره د ریال د پلانونو په اړه لیکلي دي، چې ریال غواړي ماریانو ډیاز او براهیم خرڅ کړي. زیدان اوس مهال پوګبا تر نظر لاندې لري، خو د هغه رانیول لا ناممکن معلومیږي او د دوی دوه نور انتخابونه کریسټین اریکسن او فن ډي بیک دي.

د ایاکس د لوبغاړي فن ډي بیک امکان ډېر دی، ځکه هغه تیر دوبي کې هم د ریال ماډریډ سره د یو ځای کېدو نیت درلود او بل انتخاب هم د فرانسې د رینس کلب 16 کلن لوبغاړی کاماوینګا دی. کاماوینګا به د ریال د کښتې سطحې لوبډلې ته لومړی ولاړ شي. کریسټین د ټاټنهام سره د قرارداد د غځولو څخه انکار کړی و.

د فن ډي بیک په اړه د ریالیانو اندېښنه په دې خاطر اوس شته، چې هغه د VOETBAL سره په مرکه کې ویلي وه، چې نه غواړي په ژمي کې ایاکس پریږدي او غواړي ټوله فصل ایاکس سره تېر کړي.