انډي مولز: ژمنه کوم چې د پښې له پرې کېدو وروسته به هم خپله دنده مخته یوسم

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې سر روزونکی انډي مولز په پام کې لري چې د هغه تر پښې پرې کېدو وروسته هم خپل کیریر ته دوام ورکوي، مولز خوښ دی او وايي که له زنګانه ښکته برخه پښه مې نه وای پرې شوې، ممکن ټول ژوند مې له لاسه ورکړی وی.

مولز په ابو ظهبۍ کې د افغانستان له کرکټ ملي لوبډلې سره و، نوموړي د سپتمبر په میاشت کې بنګله دیش ته د سفر لپاره چمتووالي نیت درلود، خو نوموړي ته په خپله کیڼه پښه کې جدي ستونزه وایسیده.

مولز چې اوسمهال ۵۹ کلن دی،  د کیپ ټاون روغتون کې ورته وویل شول چې باید کيڼه پښه یې پرې شي، که نه، ژوند یې له ګواښ سره مخ کېدلی شي.

مولز بي بي سي ته وویل: ((یو ماهر د شنبې په ورځ د اپریل په ۴مه زما لیدو ته راغی – زه به تل دا نیټه په یاد وساتم  او هغه وویل چې موږ کولی شو په ناروغۍ اخته غوښه پرې کړو خو دا به ښه نه وي.))

مولز بي بي سي ته زیاته کړه: (( په نړۍ کې په زرهاوو خلک شتون لري چې پر دې څېرنې بریالي شوي او زه به د دې خلکو څخه یو اوسم.))

اوس مولز د مسلکي کرکټرانو د باور لپاره د کمپاین په ملاتړ د ۱۰ کلومیتره خیریه واک بشپړولو اراده لري ، کوم چې هغه د نوي مصنوعي پښو لپاره فنډ چمتو کړی.

یاده دې وي چې انډي مولز  د ۱۹۶۱ زیږدیز کال د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه زېږېدلی دی چې اوسمهال ۵۹ کاله عمر لري، دی اوس د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکی دی.