پاکستان د هالنډ او ایرلنډ خلاف سیالۍ کوي، نور هم شته

محمود خان منندوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله به راتلونکی میلادي کال د هالند او ایرلنډ په وړاندې د پنځوس او شل اوریزه سیالېو لوبلړۍ ترسره کړي. دا سیالۍ په لاندې میاشتو کې ترسره کیږي:

د جولاي څلورمه: لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د هالنډ پر وړاندې
د جولاي اوومه: دوهمه یو ورځنۍ لوبه د هالنډ پر وړاندې
د جولاي نهمه: درېیمه یو ورځنۍ لوبه د هالنډ پر وړاندې
د جولاي دوولسمه: لومړۍ شل اوریزه لوبه د ایرلنډ پر وړاندې
د جولاي څوارلسمه: دوهمه شل اوریزه لوبه د ایرلنډ پر وړاندې

رسمي: د پاریس سېنټ جرمن فرانسوي دفاعي لوبغاړي کالین ډاګبا د دې کلب سره خپل قرارداد تر 2024م کال پورې وغځاوه.

رسمي: د یوونټوس، زینټ پیټرزبورګ او ایټالیا ملي لوبډلې پخواني مرکزي لوبغاړي کلوډیو مارکیزیو نن د فوټبال سره په 33 کلنۍ کې مخه ښه وکړه.

دا ایران دی! د نړۍ په سطحه پنځم لوبغالی دی، چې ډېر مینوال د لوبې کتو ته ورځي.

میسي د اخیر ځل لپاره 106 ورځې مخکې ګول لګولی دی.
( په کوپا امریکا کي یي پر پاراګوای پینالټي ګول کړه، 19 جون)

تر هغه وروسته یي 8 پرلپسې لوبو کې ګول نه دی لګولی.

انګلستان د بلغاریا او چیک جموریت پر وړاندې د لوبو لاره خپل لوبډله اعلان کړه. دا لوبډله د 2020 یورو کپ د غوراوي پړاو لوبو کې لوبیږي.

رسمي: د ایټالیا نړۍ وال لوبڅار جانلوکا روکي د یکشنې د ډرابۍ لوبڅار وټاکل شو. دا لوبه د اینټر میلان او یوونټوس ترمنځ په سن سیرو لوبغالي کې راتلونکې اوونۍ کيږي.