د هند په آی پي ایل کې د ممبۍ په بریا حېدراباد لوبډلې دویم پړاو ته لار پېدا کړه

نصرت الله عمرزی

د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د ممبۍ بریا سره سنرایزرز حېدر اباد لوبډلې هم دوهم پړاو ته لار وموندله.

ممبۍ انډینز لوبډلې د دې سیالیو د لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې کلکته نایټ رایډرس لوبډلې ته په ۹ ویکټو ماته ورکړه او له سیالیو یې بهر کړه.

کلکتې لوبډلې شل اورنو کې د ۱۳۴ منډو هدف ورکړ، چې ممبۍ لوبډلې د یو لوبغاړي په زیان سره پوره کړ.

سنرایزرز حېدراباد، کېنګز اېلېون پنجاب او د کلکتې لوبډلې پواینټونه مساوي و؛ خو سنرایزرز په لوړ نیټ رن ریټ سره دوخم پړاو ته ووته.

که دا لوبه کلکتې ګټلې وی له نیټ رن ریت غېر په ۱۲ پواینټونو دوهم پړاو ته وته.

د هند آی پي ایل د نړۍ یو له سترو او غوره تجارتي لیګونو څخه شمېرل کیږي چې پرته د پاکستان نور د نړۍ له بېلابېلو نوموتو لوبډلو پیاوړي لوبغاړي په لوړ قیمت رانیسي او بیا یې په بېلابېلو سیالېو کې لوبوي. د افغانستان له خاورې محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن هغه درې افغان لوبغاړي دي چې پرته له بولې یاد لیګ ته پیرل شوي دي، چې تر دې مه د خپلو لوبډلو لپاره مؤثر تمام شوي دي.