افغان کرکټ ملي لوبډله په لمړي ځل د ګلبدین نائب په مشرۍ نړیواله سیالي کوي

جعفر هاند

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ځوان ګلبدین نائب چې له دې وړاندې په افغان کرکټ ملي لوبډله کې د آل راونډر په حېث لوبېده، شاوخوا یوه میاشت وړاندې د یو ورځنېو سیالېو لپاره اصغر افغان پر ځای د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو. هغه امریکا غږ سره په خبرو کې ډاډ وښوده چې له سکاتلنډ سره به ښه لوبه وکړي.

ټاکل شوې چې افغانستان په لمړي ځل د ګلبدین نایب په مشرۍ سکاتلنډ سره نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کوي. په همدې حال کې یو بل ځوان لوبغاړی شرف الدین اشرف هم برتانیا ته روان شوی چې د سکاتلنډ خلاف سیالیو کې ولوبیږي.

افغانستان له سکاتلنډ سره دوې یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې لري چې سبا چهارشنبه (مۍ۸) پیلیږي. سکاتلنډ او افغانستان په وروستي ځل تېرکال د نړیوال کپ د غوراوي په سیالیو کې مخامخ شوي وو چې سکاتلنډ ګټلې وه.

د نبي او راشد نشتوالی تاثیر لري؟

د افغان کرکټ بورډ یو شمېر چارواکي وايي، چې د سکاتلنډ په وړاندې لوبه کې به د نبي او راشد نشتوالی لوی اغېز ونه لري.

د افغان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې روزونکی رئیس احمدزی وايي چې په دغه لوبه کې به د نبي او راشد نشتوالی دا ثابته کړي چې پر لوبې د دوی څه اغیز دی. ښاغلي احمدزي وویل “د سکاتلنډ په خلاف د دوی نشتون به دومره غټ اثر ونه لري، خو بیا هم که دوی وايي د افغانستان نتیجه به ډېره ښه وای په دغو لوبو کې.”

نوموړي زیاته کړه چې د د نبي او راشد په نشتوالي کې افغان او سکاتلنډ لوبډلې ۵۰ ـ ۵۰ سلنه چانس لري. احمدزي همدارنګه وویل چې د افغان کرکټ لوبډلې نور لوبغاړې هم دا وړتیا لري چې د دوی په نشتون کې سکاتلنډ ته ماتې ورکړي.

پر همدې مهال د افغان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي چې افغان کرکټ لوبډله دا مهال په سکاتلنډ کې په تمریناتو بوخته ده. نوموړي امریکا غږ ته وویل چې افغان لوبډله دغو لوبو ته پوره چمتووالی لري.

هغه وویل “افغانستان سبا (مۍ۸)د کابل پر وخت دوه نیمې بجې له سکاتلنډ سره لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه لري، تر هغه وروسته پر لسم د مۍ دوهم لوبه تر سره کوي، د دې ترڅنګ د مې په ۱۹ او ۲۱مه له ایرلنډ لوبډلې سره دوه پنځوس اوریزې لوبې تر سره کوي.”

ښاغلي هوتک که څه هم له سکاتلنډ سره لوبه کې د نبي او راشد د نشتوالي په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې دغه دواړه لوبغاړي به د ایرلنډ په خلاف لوبه کي ګډون وکړي.

نبي یوازینی افغان لوبغاړی دی چې تر دې دمه یې د افغانستان په ټولو یوې ورځنیو لوبو کې لوبېدلی دی  او ۱۱۱ سیالۍ یې کړي دي. دا به یې لمړی ځل وي، چې د افغانستان په یوې ورځنۍ رسمي لوبو کې نه وي. نبي او راشد هلته په آی پي ال تجارتي لیګ کې کې بوخت دي.