ګلبدین نائب: دا کرکټ یې چې خراب کړی، بشپړه ډله ده، چې مشري یې عاطف مشغل کوي
وړمه ورځ د ډيسمبر په ۱۱مه افغان کرکټ بورډ اصغر افغان د ملي لوبډلې لوبډلمشر اعلان کړ؛ دې پرېکړې پخوانی لوبډلمشر ګلبدین نائب په قهر کړی او وړمه ورځ یې د پلازمېنې کابل پر وخت د ماښام په پنځو بجو په خپله رسمي فسبوک پاڼه لایف راغی چې له ډېرو ناویلو یې پرده پورته کړه.
دی زیاتوي:
اصغر افغان دخپل ورور لپاره ټوله لوبډله خرابه کړې، نوي ټاکل شوي لوبډلمشر افغان د شخصي ګټو لپاره څو ځل افغان لوبډله له سختو ورځو سره مخ کړې.
محمد نبي او راشد خان به په دې پریکړه خوشحاله شوي وي چې اصغر لوبډلمشر شو، خو زه به تر هغې کرکټ نه کوم چې اصغر افغان لوبډلمشر وي.
اصغر افغان نړیوال جام کې د افغانستان په نوم ملنډې وهلي دي.
اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل هم له اصغر افغان سره لاس درلود او د هغه ملاتړ یې کولو.
له کله چې مشعل کرکټ بورډ ته راغلی، کرکټ بورډ ښه ورځ نه ده لیدلې.
دا کرکټ یې چې خراب کړی، پوره ګروپ دی، چې مشري یې عاطف مشغل کوي.
اصغر افغان زه په نړیوال جام کې ژړولی یم، څومره بدبختۍ چې نړیوال جام کې وې، د اصغر له لوري وې.
اصغر افغان د دې پر ځای چې محاکمه شي، کرکټ بورډ لوبډلمشر وټاکه. اصغر د افغانستان بیرغ او د افغانستان خلکو ته سپک کتلي دي.
زه به د هر افغان لوبغاړي په خونه بیا بیا ګرځیدم، چې راشئ زما لپاره نه؛ بلکې د افغانستان لپاره لوبه وکړئ، خو دوی زما سره لوبه نه کوله.
حشمت شهیدي زما سره ملګری و، نو ځکه یې د تېرو لوبو له سکواډ ویستلی و.
ګلبدین نائب دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ افغان کرکټ بورډ له ۲۵۰ ورځو وروسته اصغر افغان یو ځل بیا د کرکټ ټولو فارمټونو ته لوبډلمشر او راشد خان یې د نوموړي مرستیال اعلان کړ چې په ټولنیزو رسنېو کې د یو شمېر کرکټ پوهانو او کار کوونکو په ګډون توند غبرګونونه هم را وپارول.
کرکټ بورډ دا پرېکړه په داسې حال کې کوي چې اوسمهالی مرستیال لوبډلمشر راشد خان په سعود عرب کې د عمرې مراسمو په ادا کولو بوخت دی.