د بنګله ديشۍ لوبډلې بدبختۍ دوام پېدا کړ او سریلانکا په سپین میدان پرېښوده

خان وزیر عابد

د سریلانکا او بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سریلانکا په کوربه توب د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دوام نن په دریمه لوبه کې سریلانکا د ۱۲۲ منډو په توپیر سره بنګله دېش مات کړ او د دغو لوبو لوبلړۍ یې درې پر صفر وګټله.

په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د سریلانکا لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره د بنګله دېش لوبډلې ته د ۲۹۵ منډو ستر هدف وټاکه.

د سریلانکا لپاره په توپ وهنه کې انجیلا میتویس ۸۷، مېنډېس ۵۴، کوشال پریرا ۴۲ او لوبډلمشر کرونا رتني بیا ۴۶ منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د بنګله دېش لوبډلې لپاره په دې سیالۍ کې په توپ اچونه کې شفیع الاسلام او سمیه سرکار درې – درې مهم لوبغاړي وسوځول، دغه راز روبېل حسین او تاج الاسلام بیا یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د ۲۹۵ منډو هدف په ځواب کې د بنګله دېش لوبډلې ښه پیل ونکړ او په پرله پسې توګه یې توپ وهونکي له لاسه ورکړ، دوی په ټول توان سره په ۳۶ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تاج الاسلام او سمیه سرکار ښه توپ وهنه وکړه سمیه سرکار نن ۶۹ منډې وکړې او تاج الاسلام بیا ۳۹ منډې جوړې کړې، خو هدف یې پوره نکړ.

د سریلانکا لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې شاناکا درې لوبغاړي وسوځول، دغه راز راجیتا او کومار بیا دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

دا سیالي د سریلانکا لوبډلې د ۱۲۲ منډو په توپیر سره وګټله چې په دې سره یې د بنګله دېش لوبډله په سیریز کې وایټ واش کړه یعنې په سپین میدان پرېښوده.

د دې سیالۍ او د سیریز غوره لوبغاړی انجیلا میتویس ونومول شو نوموړی په مسلسله توګه ښه وځلېد.