بنګله دېش او سریلانکا نن د سیریز وروستۍ سیالۍ کوي

سمیع نصرت

بنګله دېش لوبډلې سریلانکا ته د خپل سفر په ترڅ کې نن ددې سفر وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي. د سریلانکا او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه ۵۰ اوریزه لوبه نن چهار شنبه ترماسپښین یوه نیمه بجه پيلیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ دوه لوبو کې بلنګه دېش ماتې منلې او سریلانکا دواړه بریابریاوې خپلې کړي او د لوبلړۍ ګټلو چانس یې لا له وړاندې خپل کړی دی.

بنګله دېش لوبډله کې پیاوړي لوبغاړي شته او تېرو لوبو ته په کتو نن چانس شته چې په خپلې بې سارې هڅې بریا خپله کړه.