مومند
د ایرلینډ کرکټ بورډ اعلان وکړ چې له سکاټلینډ او هالینډ سره په ګډه به سږ کال د ۲۰ اوریزه کرکټ لیګ پېل کړي.
دغه لیګ کې به د دری واړو هیوادونو څخه دوه دوه لوبډلې برخه ولري چې داګست په ۳۰مه نیټه به پېل شي.
سیالۍ به دسبټمبر تر ۲۲می نیټی روانی وي چې په کې به ټولټال ۳۳ سیالۍ په دری واړو هیوادونو کې ترسره شي او په نړیواله کچه به په تلویزونو وښودل شي.
هره یوه لوبډله باید له ځان سره د ۹ کورنیو لوبغاړو ترڅنګ ۷ بهرني لوبغاړي هم واخلي او په هره لوبه کی د ۶ کورنیو لوبغاړو لوبول حتمي دي.